ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په تګاب کې وسله وال ملکي وګړي په نښه کوي

په تګاب کې وسله وال ملکي وګړي په نښه کوي

author avatar
18 Aug 2015 - 12:40
په تګاب کې وسله وال ملکي وګړي په نښه کوي
author avatar
18 Aug 2015 - 12:40

محمودراقي (پژواک، ٢٧ زمرى ٩٤): د کاپيسا د تګاب ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې په سيمو کې يې د نا امنيو له امله يواځې په يوه مياشت کې ٣٠ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې په دې وروستيو کې په دې ولسوالۍ کې د دولتي ځواکونو او وسله والو مخالفينو تر منځ نښتې زياتې شوې چې له امله يې ډېرى زيانونه ملکي وګړو ته اوښتي دي.

د شاه زمان په نوم د تګاب ولسوالۍ د بدراب سيمې يوه اوسېدونکي پژواک اژانس ته وويل چې څو ورځې مخکې وسله وال پر  موټرسايکلونو راغلل او په بازار کې يې پر دوکاندارانو ډزې وکړې.

هغه زياته کړه چې وسله وال په رڼا ورځ په داسې حال کې راغلي وو چې په بازار کې پوليس هم شتون درلود، خو وسله وال په تېښته بريالي شول.

د محمدظريف په نوم د کورې سيمې يوه اوسېدونکي پژواک ته وويل چې وسله وال پر لويه لاره پر ملکي موټرو ډزې کوي چې له امله يې ملکيانو ته مرګ ژوبله اوړي.

د نوموړي په وينا، څو ورځې مخکې هغه ملکي موټر چې له نجراب ولسوالۍ څخه د تګاب پر لور روان و، پر لاره وسله والو پرې ډزې وکړې چې د دريو مېرمنو په ګډون اوه ملکي وګړي په کې ټپيان شول.

د ګل جان په نوم د تګاب ولسوالۍ د بازار يوه دوکاندار پژواک اژانس ته وويل چې ډېرى مهال وسله وال له کليو او بانډو پر دولتي ځواکونو ډزې کوي چې په ځوابي ډزو او نښتو کې بيا ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي.

په تګاب ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو يو قوماندان خواجه اغا ساپى وايي چې په تېره يوه مياشت کې په دې ولسوالۍ کې شاوخوا ٣٠ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

هغه پژواک اژانس ته وويل چې وسله وال مخالفين د خلکو له کورونو پر امنيتي ځواکونو ډزې کوي او ډېرى مهال ملکي خلک هم په نښه کوي.

د کاپيسا د والي وياند قيس قادري پژواک اژانس ته وويل چې دوى د نجراب او تګاب ولسواليو پر لويه لاره امنيتي پوستې زياتې کړې دي.

د نوموړي په وينا، تېره مياشت په ياده لويه لاره او ولسواليو کې پراخ چاڼيز عمليات هم ترسره شوي او  وسله والو مخالفين له ډېرو سيمو ايستل شوي دي. 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.