ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جنرال دوستم: زر وسله وال مخالفين له دولت سره يو ځاى کېږي

author avatar
19 Aug 2015 - 11:02
author avatar
19 Aug 2015 - 11:02

ميمنه (پژواک، ٢٨ زمرى ٩٤): د ولسمشر لومړى مرستيال وايي چې د دولت زرو وسله والو مخالفين هوډ کړى چې نن خپلې وسلې پر ځمکه ږدي او له دولت سره يوځاى کېږي.

جنرال دوستم چې شاوخوا درى اوونۍ په فارياب کې دى او هلته د وسله والو پر وړاندې جګړه رهبري کوي، نن (چهار شنبې) يې د دغه ولايت په غورماچ ولسوالۍ کې خبريالانو ته وويل چې د خواجه کتني، هزار کلا او چهارشنبې پر بازارونو سربېره يې د قيصار- غورماچ لويه لاره يې هم تصفيه کړې ده.

د هغ په خبره، د قيصار- غورماچ لاره له شپږو مياشتو راهيسې د ترافيکو پر مخ تړلې وه.

جنرال دوستم په فارياب کې اوسنى جنګ د پاکستان له استخباراتو سره جنګ وباله او ويې ويل: ((په دغه ولايت کې د پاکستان څو نظامي جنرالان وژل شوي دي، که د فارياب امنيتي ستونزه حل شي، تر کندوزه به هېڅ ستونزه پاتې نه شي.))

د ولسمشر لومړي مرستيال د خپلو خبرو په دوام وويل، زر وسله وال چې مخکې د دولت اباد، پښتونکوټ، المار، قيصار، غورماچ او بالامرغاب ولسواليو کې د دولت پر وړاندې جنګېدل، اوس تصميم لري چې د سولې له پروسې سره يو ځاى شي.

هغه وايي: ((دغه کسان نن په دوو مرحلو کې خپلې وسلې دولت ته تسليموي او د سولې له پروسې سره يوځاى کېږي.))

د ولسمشر لومړي مرستيال د ياد ولايت د پښتونکوټ ولسوالۍ د پښتنو له مشرانو سره په خبرو کې له هغوى غوښتي چې له امنيتي ځواکونو سره همکاري وکړي.

هغه ياو قومي مشرانو ته په خطاب کې ويلي: ((که تاسې له خپلو امنيتي ځواکونو سره همکاري وکړئ، وروسته له چاڼ او تلاشۍ به لسګونه ټولګټې پروژې په دغه ولايت کې پلې شي، ښوونځي چې ستاسو د اولادونو پر وړاندې تړلي وو، بېرته به خلاص شي او د حلقوي سړک کار، چې له مودو ځنډېدلى دى، بېرته به پيل شي.))

جنرال دوستم د ياد ځاى اوسېدونکو او د پاڅون کوونکو ډلو ته ډاډ ورکړى چې د فارياب له تصفيې وروسته به هغه کسان چې د پاڅون په چوکاټ کې يې د منيتي ځواکونو ملاتړ کړى، د امنيتي ځواکونو په ليکو کې به داخل شي.

د امنيتي ځواکونو يوه سرتېري چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله پژواک ته وويل، په هغو عملياتو کې چې په بېلابېلو سيمو کې پيل شوي، د پاکستاني جنرالانو او ازبکستاني وګړو په ګډون په کې ٣٥ وسله وال وژل شوي او لسګونه نور ټپيان شوي دي.

د هغه په خبره چې د پرسونل ضد ٢٠ کړۍ ماينونه هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.