کابل (پژواک، ٢٨ زمرى ٩٤): ولسمشر غني د هېواد د خپلواکۍ د ٩٦يمې کاليزې د نمانځنې په مراسمو کې چې د خپلواکۍ له څلي سره نيول شوي، ګډون وکړ.
ولسمشر غني په دغو مراسمو کې چې نن مخکې له غرمې ترسره شول، په داسې حال کې چې د ملي دفاع سرپرست وزير معصوم ستانکزي يې ملتيا کوله، د ملي اردو سرتېري په منظمو ليکو کې د احترام په دود ولاړ وو او د بانډو ټېم له خوا ملي سرود غږول کېده، د هېواد د قهرمانانو، د خپلواکۍ د معرکې غازيانو او شهيدانو په وياړ او هغوى ته د احترام لپاره د خپلواکۍ څلي ته د ګلونو ګېډۍ کېښوده.
په دغو مراسمو کې د ولسمشر دویم مرستیال قانونپوه محمد سرور دانش، اجرایه ريیس ډاکټر عبدالله عبدالله، د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي، د اجرایه ریاست لومړي مرستیال انجنیر محمدخان، د اصلاحاتو او ښې حکومتولۍ په چارو کې د ولسمشر فوق العاده استازي احمدضیا مسعود، د سترې محکمې ريیس قانونپوه سید یوسف حلیم، د ولسي جرګې ريیس عبدالروف ابراهیمي، د ملي امنیت سلاکار محمدحنیف اتمر، د مشرانو جرګې مرستیال، د کابینې، ملي شورا او سترې محکمې غړو، د عالمانو د سراسري شورا ريیس مولوي قیام الدین کشاف، په افغانستان کې د ناټو ځواکونو لوی قوماندان، د وسله وال پوځ ځینو جنرالانو او افسرانو او په کابل کې د بهرنیوهېوادونو یو شمېر سفیرانو او دیپلوماتانو ګډون هم ګډون درلود.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن