ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په مزارشريف کې د خپلواکۍ ورځ په شاندارو مراسمو ونمانځل شوه

په مزارشريف کې د خپلواکۍ ورځ په شاندارو مراسمو ونمانځل شوه

author avatar
19 Aug 2015 - 13:29
په مزارشريف کې د خپلواکۍ ورځ په شاندارو مراسمو ونمانځل شوه
author avatar
19 Aug 2015 - 13:29

مزارشريف (پژواک، ٢٨ زمرى ٩٤): د هېواد د خپلواکۍ ورځ نن د بلخ په مرکز مزارشريف کې د خلکو په پراخ ګډون په ولولو، خوشاليو او ملي اتڼونو ونمانځل شوه.

په مزارشريف کې د خپلواکۍ په مناسبت په دغه جشن کې د بلخ ادبي خوځښت، د ويښ ځوانانو غورځنګ، مدني ټولنو، حکومتي چارواکو، د ولايتي شورا غړو، عامو خلکو او محصلينو ګډون کړى و.

دوى د ازادۍ کاروان په نوم په شاوخوا ٧٠ موټرو کې چې پر سرونو يې ملي بيرغونه لګېدلي وو او په لوډ سپېکرونو کې ملي او حماسي سندرې او ترانې هم غږول کېدې، د ښار پر واټونو ګرځېدل او بې شمېره خلک يې نندارې ته راوتلي وو.

د خپلواکۍ دغه جشن نن سهار نهه بجې د ياد ولايت د ولايتي شورا د دفتر له مخې په ملي اټڼونو او هوا ته د پوقانو په خوشي کولو پيل شو او وروسته يې په روضه شريفه کې د وزير اکبرخان پر مزار د بلخ ولايت د سکتوري رييس ذبيح الله اختري او د ولايتي شورا د مرستيال ذبيح الله کاکړ له لوري د ګلونو ګېډۍ کېښودل شوه.

د بلخ د ادبي خوځښت غړى غلام رسول ملکزاده وايي چې هر افغان بايد د هېواد د خپلواکۍ نمانځنه او ساتنه وکړي او دا يې مسووليت دى.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغسې ملي ورځو نمانځنه په هېوادوالو کې د خپلواکۍ او هېوادپالنې حس او فکر پياوړى کوي او د دې لامل کېږي چې راتلونکي نسلونه هم د خپلواکۍ د ساتلو په هڅه کې شي.

د يادونې، نن د هېواد د پلازمېنې په ګډون په نورو ولايتونو کې هم د افغانستان د خپلواکۍ د ٩٦مې کاليزې نمانځنه وشوه.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.