مهترلام (پژواک۲۹ زمری ٩٤): د ملي ثبات ټولنې مشر ضياءالحق امرخېل وايي، تر هغه چې د ټول افغانستان ولسونه سره همغږي نه شي، په هېواد کې د سولې اوثبات راتلل ناشونى دى.
نوموړي دغه څرګندونې د زمري په ٢٩مه، د لغمان ولايت په مهترلام ښار په هغه ولسي غونډه کې وکړې، چې په کې د لغمان د مخورو مشرانو، جهادي قوماندانانو، علماوو، فرهنګيانو او ځوانانو په ګډون سلګونو تنو په کې برخه اخيستې وه.
هغه د لغمان له ټولو ولسونو، عالمانو او قومي مشرانو څخه وغوښتل چې په هېواد او په ځانګړې توګه په لغمان کې د سولې او امنيت د ټينګښت لپاره مټې راونغاړي.
د ده په وينا، سوله په انسانانو کې د ساه اخيستلو حيثيت لري او په نه شتون کې يې انسانان له ګواښ او مرګ سره مخامخ کېږي.
د ملي ثبات ټولنې مشر په هېواد کې د تلپاتې سولې د راوستو لپاره پر حکومت غږ وکړ، چې د هېوادوالو د ژغورنې او وينې بهيدو د مخنيوي لپاره کوټلي ګامونه واخلي.
هغه زياته کړه، حکومت د ولسونو په زياتو قربانيو رامنځته شوی او نن ورځ يې ملاتړ د ټولو ګډه دنده ده.
ضياءالحق امرخېل پر ولسونو غږ وکړ، چې خپل تاريخي مسووليت ته په کتو د خپل راتلونکي او يووالي لپاره لاسونه ورکړي.
د لغمان يوه قومي مشر او د ولايتي شورا پخواني وکيل ګلزار سنګروال په خپلو خبرو کې وويل، د ملي ثبات او سولې رامنځ ته کېدو لپاره تر هرڅه دمخه د ټولو ولسونو ترمنځ بايد يووالى رامنځته شي.
د هغه په خبره، تر هرچا وړاندې د لغمان ټول ولسونه سولې او ثبات ته اړتيا لري، نو په همدې بنسټ د دې ولايت د ټولو ولسونو په استازولۍ دوى د امرخېل له پروګرامونو ملاتړ کوي.
دغه راز يادې غونډې ته د ولايتي شورا مشر، ځينو قومي مشرانو او فرهنګيانو هم ويناوې وکړې او د ملي ثبات له افغان شموله پروګرامونو څخه يې د ملاتړ اعلان وکړ.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن