ميمنه (پژواک ٢٩ زمرى ٩٤): د غورماچ يو شمېر اوسېدونکو په دې ولسوالۍ کې پر کمزورې حکومتې ادارې او ناامنيو د نيوکې تر څنګ، سيمه ييز مسوولين تورن کړل چې د ناامنيو پراختيا او د طالبانو فعاليتونو ته يې لار برابر کړې ده.
يادو کسانو په دې برخه کې خپله اندېښنه، تېره ورځ د ولسمشر له لومړي مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم سره، چې د فارياب دې لرې پرتې ولسوالۍ ته يې سفر کړى و، شريکه کړه.
د دې ولسوالۍ يوه اوسېدونکي عبدالغني وويل، تېرو ١٤ کلونو کې د غورماچ اوسېدونکو ستونزو او اړتياوو ته لږ پام شوى او دامهال خلک د ناامنيو، د روغتيايي او تعليمي خدمتونو له کمښت او د ناسمو نښلوونکو لارو له امله له سختو ستونزو سره مخ دي.
هغه د وسلو پر پلور يو شمېر سيمه ييز چارواکي تورن کړل او زياته يې کړه، دې کسانو د دولت شتمني په خپلو جيبونو کې واچوله، په داسې حال کې چې خلکو ته د خدمتونو وړاندې کول خورا کمزوري دي.
عبدالغني وړاندې وايي: "امنيت دومره ناسم دى چې تېره ورځ هم د هاوان دوه ګولۍ زما پر کور ولګېدې او د کورنۍ څلور غړي مې ټپيان شول، خو په ولسوالۍ کې ډاکټر نه و چې درملنه يې وکړي، اړ شو چې هغوى د ملي اردو کمپ ته ولېږدوو."
سپين ږيري محمد نادر چې په دې غونډه کې ګډون کړى و، د ورته ستونزو د څرګندولو تر څنګ يې وويل: "له بازار څخه بيرون نه شو تللى، طالبان هرڅوک چې وغواړي، د سړک لاندې وژني، په څو مياشتو کې يې ١٥ کسان ترور کړي دي."
هغه له جنرال دوستم څخه وغوښتل، څو د بډو اخيستونکي، فاسد او ناکاره خلک له سيمه ييزې ادارې څخه لرې کړي او رښتوني او په کارپوه کسان د هغوى پرځاى وګوماري.
دې سيمه ييز مخور زياته کړه: "که څوک عريضه وکړي، ولسوال او قاضي ورته پام نه کوي، د ټولو قضيو هوارول د کمېشن کارانو له لوري ترسره کېږي."
خو د غورماچ ولسوال نعمت الله سرحدي د خلکو ستونزو ته له اشارې پرته وويل، دې ولسوالۍ ته د جنرال دوستم سفر امنيتي وضعيت سم کړى دى.
د نوموړې په وينا، د جنرال دوستم له سفر څخه مخکې يواځې د ولسوالۍ مرکز او اته کلي د دولت په واک کې وو.
جنرال دوستم هم دخپلې وينا پرمهال خلکو ته په خطاب کې وويل: "زه له امېد سره د تاسو لپاره راغلى يم، څو دې ولسوالۍ کې امنيت ټينګ کړو، د هېواد بچيانو پرمخ د ښوونځيو دروازې پرانېزو او ټولګټې پروژې پلې کړو."
هغه په ورته وخت کې وويل: "له کوم سيمه ييز مسوول څخه چې ناخوښ يئ، په ډاګه يې ووايئ، څو هغه لرې کړم، له ولسوال نه د پوهنې تر مدير پورې د تاسو له منځ نه ټاکم."
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن