ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سلګونه طالب پلوه ملایان د مشرتابه پر سر د شخړې د هواري لپاره راټول شوي

سلګونه طالب پلوه ملایان د مشرتابه پر سر د شخړې د هواري لپاره راټول شوي

author avatar
20 Aug 2015 - 22:04
سلګونه طالب پلوه ملایان د مشرتابه پر سر د شخړې د هواري لپاره راټول شوي
author avatar
20 Aug 2015 - 22:04

کابل ( پژواک، ۲۹ زمری ۹۴) : سلګونه طالب پلوه ملایان د پاکستان په کویټه ښار کې سره راټول شوي څو ددې ډلې د مشرتابه پر سر د رامنځته شوې شخړې لپاره لارې چارې ولټوي.

وروسته له هغه چې تیره میاشت دافغانستان حکومت او وسلوالو طالبانو  د ملا عمر د مړینې خبر ورکړ، طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره ادعا وکړه، چې ددوی مشرتابه شورا  او لوړو پوړو مشرانو ددې ډلې سرپرست ملا منصور د نوي مشر په توګه ټاکلی دی.

خو د ملا منصور تر ټاکل کیدو وروسته د ملا عمر د ورو ملا عبدالمنان، د ملا عمر زوی ملا یعقوب  او یو شمیر نورو طالب مشرانو ملا عبدالرزاق ، ملا جلیل او ملا قیوم ذاکر لخوا د ملا منصور مخالفت وشو.

د طالبانو د  پخواني مشر ملا عمر ورور ملا عبدالمنان د پژواک په ګډون یو شمیر رسنیو ته ویلي وو، چې د ملا منصور په ټاکل کیدو کې دوی او نورو مشرانو سره مشوره نه ده شوې اوډیر ژر به د طالبانو مرکزي شورا د نوي مشر په توګه پریکړه وکړی.

د طالبانو د نوي مشر پرسر د اختلافاتو راڅرګندیدو وروسته ددواړو ډلو دوو پلاوو د  باکستان د خیبر پښتونخوا په اکوړه خټک سیمه کې د جمعیت علمای اسلامی مشر مولانا سمیع الحق سره ولیدل او له هغه څخه یې د اختلافاتو په له منځه  وړلو کې د مرستې غوښتنه وکړه.

امریکایي رسنۍ (سټارز اینډ سټبرپ) د زمري په ۲۹مه، خبر ورکړی، چې شاوخوا زر تنه طالب پلوه ملایان د پاکستان د کویټې ښار ته نږدې سویلي سیمه کې راټو شوي ترڅو د مشرتابه پر سر راپیدا شوې لانجې ته د پای ټکی کیږي.

سرچینې زیاته کړې چې د ملا عمر زوی ملا یعققوب یادې جرګې ته واک ورکړی، خو ملا منصور له دې امله د واک له ورکولو ډډه کړې، چې ګوندی دی قانوني مشر ټاکل شوی دی.

د افغانستان په سویل کې یو طالب قوماندان چې د نوم له څرګندولو یې ډډه کوله،  د ټیلیفون په لیکه پزواک خبري اژانس ته وویل چې دی هم له یادې غونډې خبر دی.

سرچینې زیاته کړې، دی نه پوهیږي، چې یاده غونډه به کومې پریکړې ته ورسیږي، خو زیاته یې کړه، چې په سویل کې یو شمیر طالبان او قوماندانان غواړي د سولې له پروسې سره یو ځای شي، خو باید ددوی د امنیت ضمانت ورکړل شی.

طالبانو تر اوسه په رسمي توګه د کویټې د روغې جوړې د جرګې په اړه څه نه دي ویلي.

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.