پل علم(پژواک،٢٩زمرى٩٤): په لوګر ولايت کې ملي امنيت د شپږو ښوونځيو امرين له طالبانو سره د ناستې په تور نيولي دي.
د لوګر ولايت د پوهنې رياست تدريسي مرستيال وزير احمد مومند د زمري په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره ورځ د مرکز پل علم اړوند د شپږ ښوونځيو امرين د ملي امنيت رياست له خوا نيول شوي دي.
هغه زياته کړه : (( دغو امرينو له طالبانو سره ګډه ناسته درلوده کله چې له هغه ځايه راستانه شوي په پل علم کې ملي امنيت نيولي دي.))
د ده په وينا، دغه ښوونځي په هغو سيمو کې دي چې امرين اړ دي له طالبانو سره ناستې وکړي ترڅو ښوونځيو ته کومه ستونزه جوړه نه کړي.
مومند وايي چې د ملي امنيت له لوري نيول شوي امرين بې ګناه دي بايد هرڅه ژر بېرته خوشې شي.
د لوګر د پوهنې رياست وياند محمد شاهپور عرب هم د ملي امنيت له لوري د شپږ لېسو د امرينو د نيول کېدو خبره تاييد کړه .
د هغه د معلوماتو له مخې، په نيول شويو کسانو کې د کوچيانو ، حضرت عمر فاروق، پات خواب شانه او درېيو نورو لېسو امرين شامل دي.
د کوچيانو لېسې د امر يوه نږدې خپلوان حاجي حبيب الله پژواک ته وويل چې تېره ورځ د کوچيانو لېسې امر لطف الله ستانکزى د ملي امنيت له لوري نيول شوى دى.
هغه زياته کړه : (( دغه خلک مجبور دي چې له طالبانو سره کينې او خبرې وکړي که دا کار ونه کړي د طالبانو له خوا وهل کيږي ، وژل کيږي او نور مشکلات هم ورته جوړوي.))
ده هم له ملي امنيت څخه غوښتنه وکړه چې نيول شوي کسان بې ګناه دي او هرڅه ژر بايد بېرته ازاد شي.
د لوګر د ملي امنيت رياست تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
خو د لوګر د والي وياند سليم صالح هم يواځې د يادو کسانو نيول کيدل تاييد کړل او له نورو جزئياتو ورکولو يې ډډه وکړه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن