ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندوز کې دوو چاودنو اووه تنه ووژل

په کندوز کې دوو چاودنو اووه تنه ووژل

author avatar
20 Aug 2015 - 11:31
په کندوز کې دوو چاودنو اووه تنه ووژل
author avatar
20 Aug 2015 - 11:31

کندوز(پژواک، ٢٩ زمرى ٩٤): دوه ملکي وګړي او دوه سيمه ييز پوليس د کندوز ولايت  په امام صاحب ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماين د چاودنې له امله ووژل شول او درې نور ماين اېښودونکي د ماين په چاودنه کې له منځه لاړل.

د امام صاحب ولسوال امان الدين قريشي وايي چې دواړه پوليس نن سهار د ارباب خليل پله سيمه کې پر ګزمه بوخت وو چې د ماين چاودنې په سبب ووژل شول.

هغه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دوه ملکي لارويان هم په دې پېښه کې وژل شوي دي.

قريشي زياته کړه چې تېره ورځ ماښام درې ماين اېښودونکي چې غوښتل يې تر اقي باى پله لاندې ماين کېږدي، خو ماين يې د خپلې وارخطايۍ په سبب د پول په شاوخوا سل مترۍ کې چاودېدلى او درې واړه په کې وژل شوي دي.

د امام صاحب ولسوال وايي ، وسله والو مخالفينو هوډ کړى و چې دا پول ويجاړ کړي او له دې لارې قرغان تپې سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو يوه پوسته ونيسي.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي، خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې د کندوز چهادرې ولسوالۍ کې يې دوه پوليس د ماين په چاودنه کې وژلي دي.

د يو بل خبر له مخې، هغه کس چې په يوه لس کلن ماشوم يې جنسي تېرى کړى و، د پوليسو له خوا نيول شوى دى.

د کندوز امنيه قوماندانۍ وياند سيد سرور حسيني وايي چې دې کس تېره ورځ ماشوم تېر اېستلى، په کندوز ښار کې يې يوه کورته وړى او وروسته يې د چاقو تر ګواښونو لاندې پرې جنسي تېرى کړى ، چې په څلورمه امنيتي حوزه کې د پوليسو له خبرتيا سره سم ونيول شو او په خپل جرم يې اعتراف وکړ.

د حسيني په خبره، د ماشوم روغتيايي وضعيت ښه نه دى او د پوليسو له لوري د کندوز حوزوي روغتون ته وړل شوى دى.

 

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.