ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندوز ښار بېرته غير پوځي څېره خپله کړې

کندوز ښار بېرته غير پوځي څېره خپله کړې

author avatar
20 Aug 2015 - 17:47
کندوز ښار بېرته غير پوځي څېره خپله کړې
author avatar
20 Aug 2015 - 17:47

 کندوز(پژواک، ٢٩ زمرى ٩٤): وروسته له هغه چې پژواک خبري اژانس په کندوز ولايت کې د غير قانوني وسله والو او پر يوې پوځي ساحې ددې ښار د بدلېدو په اړه راپور خپور کړ، اوسمهال دا ښار له وسله والو کسانو خالي شوى او ښار بېرته د خپل لومړني حالت څېره غوره کړې ده.

د چنګاښ مياشتو په نيمايي کې د کندز ښاريانو شکايت وکړ چې په عجيبو او غريبو څېرو کې د غير قانوني وسله والو تګ راتګ زيات شوى او د ښار بڼه يې بدله کړې ده چې د دوى د اندېښنې سبب کېږي.

په چهاردره، خان اباد، ګورتپه او د کندوز مرکز ته څېرمه د جګړې له سختېدو وروسته غير قانوني وسله وال ښار ته ننوتل او ښار ته يې د پوځي ساحې بڼه ورکړې وه.

 ددې کسانو زيات شمېر له خان اباد ولسوالۍ او پاتې نور يې د اطرافو له کليو څخه  په ځايي جامو کې له ټوپکو او چانټو سره  په ليني موټرو کې له امنيتي پوستو تېر شول او په ازادي، تکه فروشي، اهنګري، زرګري، مرکزي څلور لارې، د امام صاحب بندر او د ولايت او امنيه قوماندانۍ سره نږدې ساحو کې ليدل کېدل.

وسله وال کسان پلي او په ډله ييز توګه تېرېدل چې خلکو په حيران ورته کتل او وېره ورسره پيدا کېدله، خو په دې وروستيو کې ځايي امنيتي چاواکو ورته قيدونه وضع کړل او د ښار پوځي څېره يې بېرته په ښاري څېره اړولې.

 د کندوز ښار يو  اوسېدونکى شفيق الله تيموري وايي چې له مياشتو راهيسې خپلسرو وسله والو، له وسلې، چانټې، بډوهلو پايڅو او ګډوډو وېښتو سره په ازاده توګ تګ راتګ کاوه او حکومت يې مخه نه نيوله.

خو هغه پژواک ته وويل:((وروسته له هغه چې د غير قانوني وسله والو په تګ راتګ بنديز ولګېده، اوس په هېڅ سړک هم دا ډول کسان نه ليدل کېږي.))

تيموري چې په امام صاحب بندر کې د خوراکي توکو  پلورنځى لري، زياتوي چې اوس د خلکو اندېښنه له منځه تللې او امنيتي چارواکي بايد د هر وخت لپاره دا ډول تدابير ونيسي.

  د کندوز بل اوسېدونکي محمدالله وويل چې ددې کسانو تګ راتګ په يوه ډول په ښار کې وېره خپره کړې وه.

هغه وايي:((مخکې به په هره کوڅه او لاره غير قانوني وسله وال ليدل کېدل، فکر مو کاوه چې دولت ولې د دوى مخنيوى نه کوي، حتى زه خبر لرم چې دې کسانو د اختر په ورځو کې له هټيوالو کالي او مېوې هم د وسلې په زور اخيستې وې.))

هغه زياته کړه چې په کوڅو او واټونو کې د غير قانوني وسله والو د تګ راتګ څخه مخنيوي پر امنيت هم اغېز کړى، په ښار کې مثبت امنيتي بدلونونه ليدل کېږي، خلک په ارامه فضا کې له وېرې پرته ژوند کوي.

 د کندوز امنيه قوماندان مل پاسوال محمدقسيم جنګلباغ وايي چې په دې وروستيو کې يې په ښار کې د غير قانوني وسله والو له شتون څخه د خلکو د پرله پسې شکايتونو په سبب تصميم ونيوه چې غير قانوني وسله وال ونيسي او وسلې يې ضبط کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.