ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ننګرهار کې نهو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته

په ننګرهار کې نهو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته

author avatar
21 Aug 2015 - 15:44
په ننګرهار کې نهو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته
author avatar
21 Aug 2015 - 15:44

جلال اباد (پژواک،٣٠ زمرى٩٤): د ننګرهار ولايت په درېيو ولسواليو کې د افغان امنيتي ځواکونو له لوري په چاڼيزو عملياتو کې د دولت شپږ  وسله وال مخالفين وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

د ٢٠١سيلاب قول اردو وياند ډګروال محمد نعمان هاتفي د زمري په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه يو ځل بيا افغان امنيتي ځواکونو د ننګرهار ولايت په خوګياڼو، شېرزادو او حصارک ولسواليو کې چاڼيز عمليات تر سره کړي دي.

هغه وايي چې د دې عملياتو په لړ کې د دولت شپږ وسله وال مخالفين وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

ده وويل چې د يادو عملياتو پرمهال دحصارک ولسوالۍ د داوودقلعه،حاجی رشيدقلعه،لنګرخېل اوسرګردان چوک ټولې سيمې د وسله والومخالفينو له شتون څخه پاکې شوې دي .

هاتفي وايي چې د يادو عملياتو په ترڅ کې عامو خلکو او امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې، خو د وسله والو مخالفينو يو شمېر وسلې او مهمات د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

د شېرزادو ولسوالۍ اوسېدونکي فريد الله ساحل پژواک ته وويل چې امنيتي ځواکونو تېره شپه په دې ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو پر وړاندې پوځې عمليات ترسره کړي دي.

هغه وايي چې په دې عملياتو کې د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه کره معلومات نه لري.

وسله والو طالبانو د يادو عملياتو په اړه څه نه دي ويلي ، خو زياته کړې يې ده چې تېره شپه يې د ننګرهار ولايت په خوګياڼو ولسوالۍ کې پر امنيتي پوستو بريدونه کړي، چې له امله يې يو پوليس وژل شوى او درې نور  ټپيان دي.

خو امنيتي ځواکونو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

                                         

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.