خوست ښار (پژواک، ٣١ زمرى ٩٤): په خوست کې د چنار په نوم د کرکټ شل اوريزې سيالۍ چې د هېواد پر يو شمېر ولايتونو سربېره د خيبر پښتونخوا لوبډلې هم په کې ګډون کړی و، د خوست شاهين لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د کرکټ دغه سيالۍ د خوست ښار په سوېلي څنډه کې د يو شمېر ملي پانګوالو له لوري په نوي جوړ شوي خصوصي لوبغالي کې څو ورځې مخکې پيل شوې وې.
د يادو سياليو تظيموونکي وايي چې د لوبو د نندارې لپاره هره ورځ زرګونه کسان لوبغالي ته ورتلل، خو پرون له غرمې وروسته د پايلوبې لپاره تر ۲۰ زره زيات کسان په لوبغالي کې راټول شوي وو.
د يادو سياليو يوه لوبڅار محمدشاه فضل يار وايي، پايلوبې ته د خوست شاهين او خوست بادشاه لوبډلو لار ومونده چې په پايله کې يې د خوست شاهين لوبډلې اتلولي خپله کړه.
هغه پژواک اژانس ته وويل، د خوست شاهين لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه چې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره يې په شلو اورونو کې ۱۶۱ منډې مقابلې لوبډلې ته هدف ورکړ.
نوموړي زياته کړه: ((د خوست د بادشاه لوبډلې ټول لوبغاړي په ۱۵،۱ اورونو کې په ۱۰۵ منډو وسوځېدل او لوبه يې بايلوده)).
د يادو سياليو يوه سمبالګر محمدخان پژواک ژانس ته وويل چې په دې شل اوريزو لوبو کې د خوست د دريو لوبډلو په ګډون د لوګر، بلخ او خيبر پښتونخوا لوبډلو ګډون درلود.
نوموړي زياته کړه، له دغو سياليو يې موخه د هېواد په کچه د ځوانو لوبغاړو د ښې روزنې او په خپلو منځو کې د تجربو د شريکولو لپاره د زمينې برابرول وو.
محمد خان وويل: ((موږ وغوښتل چې کرکټ نور پرمختګ هم وکړي. ملي لوبډلې او ۱۹ کلنو ته ځوان لوبغاړي ور وپېژندل شي او دوی معياري کرکټ زده کړي.))
د افغانستان د الف لوبډلې لوبغاړي نورالحق ملکزي له پژواک اژانس سره په خبرو کې خوښي څرګنده کړه چې پر يوه معياري لوبغالي د هېواد د کرکټ لوبغاړو ته د لوبو کولو زمينه برابره شوې ده.
هغه زياته کړه: ((د کرکټ بورډ له ادارې او دغه راز له پانګوالو څخه مو غوښتنه دا ده، چې په هېواد کې د کرکټ د ودې او پرمختګ لپاره نور اړين ګامونه هم پورته کړي.))
د دغو سياليو يو ننداره کوونکى صديق الله وايي چې د دې ډول سياليو په جوړېدو سره به هغه ځوان لوبغاړي راجوت شي چې د کرکټ په برخه کې ځانګړي استعدادونه لري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن