ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بلخ په دوو ولسواليو کې پر دېوالونو ګرافيټي انځورونه کښل شوي

د بلخ په دوو ولسواليو کې پر دېوالونو ګرافيټي انځورونه کښل شوي

author avatar
22 Aug 2015 - 17:25
د بلخ په دوو ولسواليو کې پر دېوالونو ګرافيټي انځورونه کښل شوي
author avatar
22 Aug 2015 - 17:25

مزارشريف (پژواک، ٣١ زمرى ٩٤): د  بلخ ولايت په بلخ او چاربولک ولسواليو کې پر دېوالونو لسلګونه ګرافيټي انځورونه کښل شوي چې د سولې، له فساد سره د مبارزې او د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د کمښت پيغامونه لري.

د ګرافيټي انځورونو دغه هنر د يوې ښوونيزې لړۍ له لارې د هيندارې موسسې له خوا د يادو ولسواليو ځوانانو ته د تېرو دريو مياشتو په لړ کې وښودل شو.

په بلخ ولايت کې د هيندارې موسسې مسوول بريالي د زمري په ۳۱مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دوی ځکه په دغه ولايت کې بلخ او چاربولک ولسوالۍ وټاکلې چې په دغو ولسواليو کې د نا امنۍ دوره تېره شوې ده.

نوموړړي زياته کړه، دوی هڅه وکړه چې ځوانانو ته يې د ګرافيټي هنر د زده کړې، داسې چارې هم ترسره کړي چې په نېغ ډول پر ټولنه اغېز ولري.

د هغه په وينا،. په ياده لړۍ کې له دوی سره ۶۰ ځوانانو برخه لرله چې اوس يې ټول له ګرافيټي هنر سره اشنا دي.

بريالي وويل چې ياده لړۍ پر يو وخت په دواړو ولسواليو کې د ٣٠-٣٠ ځوانانو له خوا پر مخ وړل کېده.

نوموړي زياته کړه چې نن له غرمې وروسته د يادو ځوانانو له خوا د بلخ او چاربولک ولسواليو پر دېوالونو جوړ شوي ګرافيټي انځورونه نندارې ته وړاندې شول.

د هغه په وينا، دوی په دواړو ولسواليو ۷۲ دېوالي ګرافيټي انځورونه جوړ کړي دي.

بريالي وويل چې دغه انځورونه د سولې، له فساد سره د مبارزې، د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د کمښت او ټولنيز عدالت پيغامونه له ځان سره لري.

د چاربولک ولسوالۍ اوسېدونکي نجيب الله چې په ياده لړۍ کې يې برخه لرله، پژواک ته وويل، نه يوازې چې له دغه هنر سره په لومړي ځل مخ شوو، بلکې خوښ دي چې زده يې کړ.

نوموړي زياته کړه چې په دې ولسوالۍ کې د ده په ګډون دېرشو ځوانانو د ګرافيټي هنر زده کړه او په تېرو دريو مياشتو کې يې ۳۶ ګرافيټي انځورونه پر دېوالونو کښلي دي.

د هغه په وينا، دغه انځورنه نه يوازې چې ښکلا لېږدوي، بلکې عام خلک دې ته مجبوروي چې ورته ودرېږي او په اړه يې فکر وکړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.