ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار پوهنتون ته د ليليې نوې ودانۍ جوړه شوه

د ننګرهار پوهنتون ته د ليليې نوې ودانۍ جوړه شوه

author avatar
22 Aug 2015 - 15:52
د ننګرهار پوهنتون ته د ليليې نوې ودانۍ جوړه شوه
author avatar
22 Aug 2015 - 15:52

جلال اباد (پژواک، ۳۱ زمری ۹۴): د ننګرهار پوهنتون لپاره د ليليې د څلور پوړيزې ودانۍ په ګټې اخيستنې سره ۱۲سوو محصلينو ته په ليليه کې د اوسېدو زمينه برابره شوه.

د پوهنتون ياده  ليليه د ۲عشاريه ۵ ميليونه امريکايي ډالرو په لګښت په دريو بلاکونو او څلور پوړوڼو کې جوړه شوې چې ۱۳۰ خونې لري.

د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزيره سلامت عظيمي  او د ننګرهار ولايتي چارواکو د زمري په ۳۱مه ياده ودانۍ په رسمي ډول ګټې اخيستنې ته وسپارله.

سلامت عظيمي په دې تړاو خبري کنفرانس کې وويل چې په ۲۰۱۳ کال کې په ننګرهار ولايت کې د کوکنارو د کر کچه صفر شوې وه چې له امله يې د امريکا سفارت له لوري دغه ولايت ته د انعام په توګه ۱۰ ميليونه ډالر ورکړل شول.

د نوموړې په وينا، پر يادو پيسو د يو شمېر نورو پروژو ترڅنګ د ننګرهار پوهنتون لپاره د ليليې نوې ودانۍ چارې هم پيل شوې وې چې اوس ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.

ننګرهار پوهنتون له پخوا هم  د سلګونه محصلينو لپاره د ليليې بېلابېل بلاکونه لري چې  د پوهنتون د جوړېدو له وخت دي او ويل کېږي په اوسنۍ عصري بڼه نه دي.

د ننګرهار والي سليم خان کندوزي د دې پرانيستې په څنډه کې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د پوهنتون د ليليې لپاره دا ودانۍ اړينه وه.

د ننګرهار پوهنتون علمي مرستيال ناصر کامه وال پژواک ته وويل چې دا ليليه په ښه او عصري ډول جوړه شوې، ډېرې ستونزې به هواري کړي، خو ولايتي اداره يې بايد د برېښنا د نشت ستونزه حل کړي.

نوموړي يادونه وکړه: ((په دې ليليه کې ۱۲ سوه محصلينو ته د اوسېدو زمينه برابره شوه، زه به يې په عصري ډول جوړه شوې، د برېښنا ستونزه لري، زه يې په اړه هڅه کوم.))

د ننګرهار والي سليم کندوزي وويل چې د پوهنتون د بيارغونې لپاره نور پروګرامونه هم لري خو تشريح يې نه کړل.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.