ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسوال: موسى کلا د سقوط په حال کې ده

ولسوال: موسى کلا د سقوط په حال کې ده

author avatar
22 Aug 2015 - 12:24
ولسوال: موسى کلا د سقوط په حال کې ده
author avatar
22 Aug 2015 - 12:24

لښکرګاه (پژواک، ٣١ زمرى ٩٤): د هلمند د موسى کلا ولسوال وايي چې وسله وال طالبان د ولسوالۍ څو مترۍ ته نږدې شوي او دوى له سخت حالت سره مخ دي.

د موسى کلا ولسوال محمدشريف خان د زمري په ٣١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې که بېړنۍ مرسته ور ونه رسېږي، نو ولسوالي به سقوط وکړي.

هغه زياته کړه چې وسله وال طالبان د ولسوالۍ ٥٠ مترۍ ته رسېدلي او د ډله ييز بريد تيارى يې نيولى دى.

د نوموړي په وينا، په ولسوالۍ کې د ګوتو په شمېر سرتېري پاتې دي چې هغوى هم خوب او ډوډۍ ته وخت نه لري او نه هم امکانات لري.

بلخوا د دغه ولايت سرچينې وايي چې وسله والو طالبانو تېره شپه د موسى کلا په ولسوالۍ کې د ملي اردو پر يوه لوى مرکز بريد کړى او سرتېرو ته يې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

د هلمند د ولايتي شورا يو غړى او د موسى کلا اوسېدونکى عبدالمجيد اخوندزاده وايي چې تېره شپه وسله والو د ولسوالۍ سوېل ته په ١٠ کيلومترۍ کې د ملي اردو پر لويې پوستې ډله ييز بريد کړى و.

هغه زياته کړه، په دې پوسته کې چې له ٨٠ تر ١٠٠ پورې سرتېري مېشت وو، ٢٥ يې ځانونه ولسوالۍ ته رسولي، ٢٥ وسله والو طالبانو ژوندي نيولي او د نورو برخليک نه دى معلوم.

د موسى کلا ولسوالۍ يوه قومي مشر چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، پژواک اژانس ته وويل چې څو ورځې مخکې د ملي اردو ځواکونو د طالبانو پر يوې غونډې بريد کړى و چې له امله يې د قوماندانانو په ګډون ٢٠ تنه وژل شوي وو.

هغه زياته کړه چې تېره شپه طالبانو د ياد بريد په غبرګون کې پر پوستې بريد وکړى او سرتېرو ته يې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

طالب وياند قاري يوسف احمدي وايي چې په ياد بريد کې يې ٣١ سرتېري وژلي، ٧ يې ژوندي نيولي او په زياته اندازه نظامي موټر، وسلې او مهمات يې ترلاسه کړي دي.

خو په هلمند کې د ٢١٥ ميوند قول اردو مطبوعاتي دفتر د طالبانو ياده ادعا په کلکه رد کړه.

د ياد دفتر يوې سرچينې پژواک ته وويل چې د قول اردو قوماندان په خپله په موسى کلا ولسوالۍ کې دى او وضعيت له نږدې څاري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.