ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“پر پاکستان د امريکا د مرستو بندېدل له ترهګرۍ سره په مبارزه کې غوره اقدام دى”

“پر پاکستان د امريکا د مرستو بندېدل له ترهګرۍ سره په مبارزه کې غوره اقدام دى”

author avatar
22 Aug 2015 - 15:26
“پر پاکستان د امريکا د مرستو بندېدل له ترهګرۍ سره په مبارزه کې غوره اقدام دى”
author avatar
22 Aug 2015 - 15:26

کابل (پژواک، ۳۱ زمری ۹۴): د چارو شنونکي پر پاکستان د امريکا د مالي مرستو بندېدل له ترهګرۍ سره په مبارزه کې غوره اقدام بولي او وايي چې په دغه کار سره به وسله وال طالبان کمزوري او د سولې خبرو ته حاضر شي.

د راپورونو له مخې، د امريکا متحدو ايالتونو پر پاکستان له دې امله خپلې مرستې بندې کړې چې دغه هېواد په شمالي وزيرستان کې د حقاني ډلې پر ضد جدي کړنې نه دې ترسره کړې.

راپورونه ښيي چې د امريکا متحده ايالتونه له پاکستان سره له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د کال يو ميليارد امريکايي ډالر مرسته کوله.

پوځي افغان کارپوه عتيق الله امرخېل پژواک خبري اژانس ته وويل:"زموږ لپاره مهمه دا ده چې پر پاکستان د امريکا مرستې بندې شي، که چېرې په رښتيا هم دغه کار شوی وي نو دا يو پر ځای اقدام دی، موږ يې هرکلی کوو او دغه کار د افغانستان پر جګړه مستقيم تاثير لري."

هغه وايي، که چېرې دغه مرستې بندې شي، په حقيقت کې د پاکستان له لارې د افغان دولت د وسله والو مخالفينو د مرستو سرچينې بنديږي او په پايله کې يې وسله وال مخالفين کمزوري کېږي.

امرخېل زياتوي: "که چېرې پر پاکستان د امريکا مرستې بندې شي، دا کار د افغانستان په ګټه دى، طالبان ضعيف کېږي او د دې ډېر امکان ليدل کېږي چې طالبان سولې او مذاکرې ته حاضر شي."

دا په داسې حال کې ده چې پخواني ولسمشر حامد کرزي د ولسمشر په توګه د خپل کار په وروستۍ ورځ وويل چې په افغانستان کې د سولې کيلي د پاکستان او امريکا په لاس کې ده.

امرخېل وايي، د دې څرګندونو مطلب دا دى چې که چېرې امريکا پر پاکستان خپلې مرستې بندې کړي نو د طالبانو ريښې وچېږي او مالي سرچينې يې له منځه ځي.

هغه زياتوي: "کومې مرستې چې امريکا پاکستان ته له تروريزم سره د جګړې او مبارزې په نوم ورکوي، برخلاف دغه مرستې په نېغه تروريستانو ته ورکول کېږي، په همدې مرستو مخالفين تمويلېږي او تر مجهز کېدو وروسته بېرته افغانستان ته رالېږل کېږي؛ چې دا يو ښکاره حقيقيت دی"

خو امرخېل د پاکستان دغه هوډ ته د شک په سترګو ګوري او وايي: "امريکا دوه مخی هېواد دی، کله پر پاکستان خپلې مرستې بندوي او کله هم خپلې مرستې جاري ساتي، تر څو خپل اهداف ترلاسه کړي."

د پوځي چارو بل افغان شنونکی جاوېد کوهستاني هم وايي، پر پاکستان د امريکا د متحده ايالتو د مرستو بندېدل پر دغه هېواد يو ډول فشار دى تر څو پر هغو ژمنو عمل وکړي کوم چې له امريکا سره يې له تروريزم د مبارزې په برخه کې کړې دي.

د هغه په وينا، که چېرې د امريکا د متحدو ايالتونو مرستې پر پاکستان بندې شي، دغه هېواد اړ کېږې چې د افغان دولت د وسله والو مخالفينو فعاليتونه مهار کړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.