ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اروزګان کې په لسګونه پوليس د وسله والو مخالفينو له کلابندۍ وژغورل شول

اروزګان کې په لسګونه پوليس د وسله والو مخالفينو له کلابندۍ وژغورل شول

author avatar
23 Aug 2015 - 18:39
اروزګان کې په لسګونه پوليس د وسله والو مخالفينو له کلابندۍ وژغورل شول
author avatar
23 Aug 2015 - 18:39

ترينکوټ (پژواک، د وږي لومړۍ نېټه ٩٤): د اروزګان چارواکي وايي، د دې ولايت د سيمه ييزو پوليسو يو قوماندان، چې له تېرې کابو يوې نيمې مياشتې راهيسې د خپلې کورنۍ او ٧٠ پوليسو سره د طالبانو تر کلابندۍ لاندې وو، د هوايي ځواکونو په مرسته وژغورل شول.

د اروزګان امنيه قوماندان مل پاسوال توريالي عبدياني د وږي په لومړۍ نېټه د يوه خبري کنفرانس پرمهال وويل، د سيمه ييزو پوليسو قوماندان ملاصمد له تېرو پنځوس ورځو راهيسې د دې ولايت د خاص اروزګان ولسوالۍ په دهن سنګو سيمه کې د وسله والو طالبانو تر کلابندۍ لاندې وو.

ده زياته کړه، په ياده موده کې څو ځلې وسله والو د ياد شوي قوماندان پر کور بريدونه کړي او مرګ ژوبله يې هم ور اړولې وه.

عبدياني وايي، وسله وال طالبان د ملاصمد د کور شاوخوا ګرځېدل او د نوموړي د نيولو لپاره يې ځو ځلې بريدونه هم کړي وو، خو ملاصمد او ملګرو يې تر وروستيو ورسره جګړه کوله.

د هغه په وينا، په دغې موده کې د ملاصمد د کورنۍ د درېيو غړو له مرګ ژوبلې سربېره، ۱۰ سيمه ييز پوليس هم وژل شوي او ۲۵ نور يې ټپيان شوي وو.

امنيه قوماندان وويل، په ياده موده کې د ملاصمد او ملګرو له خوا ۹۴ وسله وال طالبان هم وژل شوي او ۴۱ تنه ټپيان شوي او په سيمه کې ګڼې سپکې او درنې وسلې هم له مخالفينو څخه پاتې شوې دي.

عبدياني زياتوي: ((تېره شپه ياد سرتېري د قوماندان صمد د کورنۍ او د ده په ګډون د افغان هوايي ځواکونو او بهرنيو ځواکونو په مرسته تر مرکز ترينکوټ پورې را ورسول شول.))

نوموړى وايي، په ياده موده کې څو ځلې د پوليسو له خوا د ملاصمد د خلاصون په موخه عمليات وشول، خو بريالي نه شول.

د خاص اروزګان ولسوال عبدالکريم هم پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره شپه د هوايي ځواکونو له لوري ملاصمد د خپلې کورنۍ او ۷۷ سيمه ييزو پوليسو سره راخلاص شول.

د ده په وينا، د ده د معلوماتو پربنسټ، د ملاصمد د ۷۷ سيمه ييزو پوليسو له ډلې څخه اوسمهال يواځې ۳۲ سيمه ييز پوليس پاتې وو، چې ځينې يې ژوبل هم دي او نور سيمه ييز پوليس يا هم په ياده موده کې د جګړې پرمهال وژل شوي او يا هم له وسله والو طالبانو سره يوځاى شوي او يو شمېر يې له سيمې څخه تښتېدلي دي.

ولسوال وايي، په ياده موده کې د ملاصمد د کورنۍ ۴ غړي وژل شوي دي، خو مخالفينو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې، ولې کره شمېره په لاس نه لري.

د وسله والو طالبانو د وياند قاري يوسف احمدي له لوري پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې قوماندان صمد د هليکوپتر په وسيله له سيمې وتلى، خو د هغه قرارګاه يې نيولې ده.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.