ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل پرونى خونړى بريد په پراخه کچه وغندل شو

د کابل پرونى خونړى بريد په پراخه کچه وغندل شو

author avatar
23 Aug 2015 - 11:06
د کابل پرونى خونړى بريد په پراخه کچه وغندل شو
author avatar
23 Aug 2015 - 11:06

کابل (پژواک، د وږي لومړۍ نېټه ٩٤): د کابل پروني ځانمرګى بريد چې په ترڅ کې يې د دريو بهرنيو قرارداديانو په ګډون لسګونو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته، په پراخه کچه وغندل شو.

د موټر په وسيله دغه ځانمرګى بريد پرون (د زمري ٣١مه) له غرمې وروسته شاوخوا څلور نيمې بجې د کابل ښار د نهمې امنيتي حوزې اړوند د درېيم او څلورم مکروريانو تر منځ د شينوزاده روغتون مخې ته وشو.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په دغه بريد کې د بهرنيانو په ګډون ١٢ کسان وژل شوي او ٦٦ نور ټپيان شوي دي.

په کابل کې د ناټو د روزنې ماموريت (غوڅ ملاتړ) له خوا د وږي په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېـږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په پروني بريد کې درى امريکايي ملکي قرارداديان وژل شوي دي.

په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر (يوناما) له خوا پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، دوى دغه بريد چې په ترڅ کې يې ډېرى ښځو او ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې، په کلکه غندي.

سرچينې زياته کړې چې ياد بريد د يوه روغتون،  ګڼې ګوڼې او د اوسېدنې په سيمه کې ترسره شوى چې له امله يې ډېرى قربانيان ملکي وګړي دي.

د ملګرو ملتونو دغه دفتر پر دې پېښې خواشيني څرګنده کړې او پر وسله والو مخالفينو يې غږ کړى چې د ملکي وګړو د ګڼې ګوڼې په ساحو کې له بريدونو ډډه وکړي.

 

 

بلخوا په کابل کې د ناټو د روزنې ماموريت او د امريکا سفارت هم دغه بريد پر کلکو ټکو غندلى دى.

د ناټو د روزنې له ماموريته په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې وسله وال مخالفينو يو ځل بيا د سولې پر ځاى پر تاوتريخوالي لاس پورې کړى او عامو افغانانو ته يې مرګ ژوبله واړوله.

د ناټو د روزنې ماموريت د عامه اړيکو د دفتر رييس بريد جنرال شوفنر ويلي، دوى د دې پېښې د قربانيانو له کورنيو سره په دغه غم کې شريک دي او زياته کړې يې ده چې له افغانانو سره به اوږه په اوږه خپلو همکاريو ته ادامه ورکوي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.