ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

موسى کلا کې هوايي بريدونو د طالبانو د ولسوال په ګډون ٣١ وسله وال وژلي

موسى کلا کې هوايي بريدونو د طالبانو د ولسوال په ګډون ٣١ وسله وال وژلي

author avatar
23 Aug 2015 - 13:34
موسى کلا کې هوايي بريدونو د طالبانو د ولسوال په ګډون ٣١ وسله وال وژلي
author avatar
23 Aug 2015 - 13:34

لښکرګاه (پژواک، د وږي لومړۍ نېټه ٩٤): د هلمند په موسى کلا ولسوالۍ کې د افغان او بهرنيو ځواکونو په هوايي بريدونو کې د دې ولسوالۍ لپاره د طالبانو د نومول شوي ولسوال په ګډون ٣١ طالبان وژل شوي دي.

په هلمند کې د ۲۱۵ میوند قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګروال محمد رسول ځاځي پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه افغان او بهرنيو ځواکونو په موسى کلا ولسوالۍ کې د طالبانو پر پټنځايونو هوايي بريدونه کړي دي.

هغه وايي چې د دغو بريدونو په ترڅ کې د موسى کلا لپاره د طالبانو د ولسوال ملا طالب په ګډون ٣١ طالبان وژل شوي او ٣٠ نور ټپيان دي.

نوموړي زیاته کړه چې په دغو بریدونو کې ګڼ شمېر وسلې او جنګي مهمات هم له منځه وړل شوي او طالبان د جګړې له کرښې پر شا شوي دي.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک هم  د يادو بريدونو پخلى کوي او وايي چې په دې وروستيو کې په موسى کلا ولسوالۍ کې د طالبانو فعاليتونه ډېر شوي دي.

ده وويل چې په ياده ولسوالۍ کې د امنيت د ټينګښت لپاره جدي کار روان دى او ټولې هغه سيمي به بېرته له طالبانو ونيول شي چې اوسمهال يي په ولکه کې دي.

ځواک د نورو جزئياتو له ورکولو پرته وويل چې په تېرو دوو ورځو کې شاوخوا ١٥ امنيتي سرتېرو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

دغه راز د موسی  کلا ولسوالۍ يوې امنيتي سرچيني پژواک ته وويل چې د تېرې شپې په هوايي بريدونو کې تر پنځوسو زيات وسله وال طالبان وژل شوي دي.

خو هغه زياته کړه: ((اوس هم د دې ولسوالۍ د سقوط امکانات شته نو بايد دې ولسوالۍ ته ځانګړې پاملرنه وشي.))

د موسى کلا يو اوسېدونکى حاجي معلوم وايي چې افغان او بهرنيو ځواکونو تېره شپه د ولسوالۍ په خټکي سيمه کې بريدونه کړي دي.

هغه وايي: ((دغه بريدونه وروسته تر هغه وشول چې د سلو په شاوخوا کې  طالبانو راټول شوي وو او غوښتل یې  له دې ځای څخه  د ولسوالۍ پر مرکز د برید پلان جوړ کړي.))

ده وويل چې د تېرې شپې په بريد کې ٤٠ وسله وال طالبان وژل شوي او تر ٦٠ ډېر ټپيان شوي دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.