ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نيمروز کې د يوې نجلۍ قاتل پر اعدام محکوم شو

نيمروز کې د يوې نجلۍ قاتل پر اعدام محکوم شو

author avatar
23 Aug 2015 - 16:29
نيمروز کې د يوې نجلۍ قاتل پر اعدام محکوم شو
author avatar
23 Aug 2015 - 16:29

زرج (پژواک، د وږي لومړۍ نېټه ٩٤): د نيمروز ولايت د استيناف محکمې يو کس د يوې کم عمره نجلۍ د وژنې په جرم پر اعدام او درى نور د بېلابېلو کلونو پر بند محکوم کړل.

وژل شوې ياده ١٢ کلنه نجلۍ فوزيه نومېده او د نيمروز په مرکز زرنج کې د رودابه لېسې د شپږم ټولګې زده کوونکې وه چې د روان کال په لومړيو کې د ښوونځي له رخصتۍ وروسته بې درکه شوه او مړى يې پنځه ورځې وروسته ترلاسه شو.

پوليسو د فوزيې د کورنۍ د ادعا پر بنسټ د هغوى د ګاونډۍ کورنۍ درې نارينه او يوه ښځه ونيول.

د دې قضيې په تړاو نن ډاګيزه محکمه ترسره شوه او د نيمروز ولايت د استيناف محکمې مشر عطاءالله فکري وويل چې ٢٥ کلن شيخ احمد اصلي مجرم دى او په وينو لړلې جامې يې د پوليسو په کريمنال تخنيک کې تثبيت شوې دي.

استيناف محکمې د شته شواهد او اسنادو پر بنسټ دا شخص د فوزيې د وژنې پر جرم په اعدام محکوم کړ.

خو شيخ احمد د محکمې حکم نه مني او ادعا يې وکړه چې دى د فوزيې د ورکېدو په ورځ په کور کې نه و او له بلې خوا ورته اجازه ورنه کړل شوه چې د خپلې بې ګناهۍ لپاره شاهد حاضر کړي.

د محکمې د حکم له مخې، د شيخ احمد پلار محمدعلي او ورور يې جان محمد هر يو پر شل شل کاله بند، د شيخ احمد خور امنه پر شپږ کاله بند محکومه شوې او د دې کورنۍ دوو نورو لوڼو ته برائت ورکړل شوى دى.

امنې د څېړنې په ترڅ کې ويلي چې فوزيه د هغوى کور ته ورغلې وه، له دې يې کتاب غوښتى و، خو دهغې د ورکېدو او وژنې په اړه په څه نه پوهېږي.

خو د فوزيې مور وايي چې امنه د دوى کور ته ورغلې وه، لور يې ورسره بېولې چې وروسته يې مړى وموندل شو.

له بلې خوا د فوزيې تره حاجي ګل اختياري د محکمې حکم ونه مانه او ويې ويل: ((بايد عدالت وشي او د مقتول ټوله کورنۍ چې په قضيه کې ښکېله ده، اعدام شي.))

د استيناف محکمې مشر وويل چې دا حکم نهايي نه دى او مجرمين د تميز غوښتنه کولى شي.

د نيمروز د ښځو چارو رياست د محکمې د حکم له صادرېدو هرکلى وکړ او هغه يې د ښځو او ماشومانو پر وړاندې د تاوتريخوالو د عاملانو د مجازات او له جرمونو څخه د مخنيوي په برخه کې ګټور بولي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.