کابل (پژواک، د وږي لومړۍ نېټه ٩٤): د هېواد ولسمشر د کابل د تېرې ورځې بريد غندلى او ويلي يې دي چې د افغانستان دښمنان ځکه دا ډول بريدونه کوي چې له امنيتي ځواکونو سره يې د مقابلې توان له لاسه ورکړى دى.
د راپورونو له مخې، د کابل ښار په څلورم مکروريان کې د تېرې ورځې په ځانمرګي بريد کې ١١ ملکي وګړي او په کابل کې د ناټو د روزنيز ماموريت (غوڅ ملاتړ) درې ملکي قرارداديان وژل شوي او ٦٦ نور چې ټول ملکي وګړي دي، ټپيان شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني د دغه ځانمرګي بريد په اړه د ژور خپګان څرګندولو تر څنګ ويلي: ((د ترهګرو موخه ښکاره دښمني او د بې ګناه افغانانو د وينو تويول دي، زموږ د خلکو دښمنان زموږ د هېواد له امنيتي او دفاعي ځواکونو سره د مقابلې توان له لاسه ورکړى، په همدې سبب يې د بې ګناه خلکو وژنې ته مخه کړې ده.))
ولسمشرټينګار کړى چې د افغانستان حکومت ژمن دى چې د ترهګريزو فعاليتونو د ورکولو لپاره په ملي او سيمه ييزه کچه جدي هڅې وکړي.
د ده په خبره، افغان دولت به له دې ډول پېښو سره د مبارزې په برخه کې له خپلو ټولو امکاناتو کار واخلي او عاملين به يې قانون ته وسپاري.
ولسمشر غني د دې پېښې د قربانيانو له کورنيو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې او اړوندو چارواکو ته يې لارښوونه کړې چې د دې پېښې د ټپيانو د درملنې لپاره له خپلو ټولو امکاناتو کار واخلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن