کابل ( پژواک، د وږي لومړۍ نېټه ٩٤): امنيتي مسوولينو پر کابل ښار د يوه راکټي بريد مخنيوى کړى او څلور تنه يې په تړاو نيولي دي.
هغوى وايي چې پوليسو د سيمې اوسېدونکو په مرسته د BM1 څلور مرمۍ د چاودېدونکو توکو له يوې بوشکې سره ،چې د کابل ښار اوومې امنيتي حوزې د ريشخور سيمې اړوند د سلطان پاچا غره په لمن کې ايښودل شوې وې، کشف او شنډې کړې.
د کابل امنيه قوماندان لوى پاسوال عبدالرحمن رحيمي ددې مرميو د کشف په ځاى کې وويل، چې مرمۍ تېره شپه د وسله والو مخالفينو له لوري پر کابل ښار د توغولو لپاره عيار شوې وې.
هغه زياته کړه چې پوليسو يې په تړاو څلور تنه نيولي دي.
امنيه قوماندان يادونه وکړه چې دپېښې له ځاى څخه په عربې ژبه ليکل شوې يوه کتابچه هم تر لاسه شوې چې د ماينونو ايښودلو په اړه په کې لارښوونه شوې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن