ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني او لغمان کې وسله والو او دولتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

غزني او لغمان کې وسله والو او دولتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
24 Aug 2015 - 16:24
غزني او لغمان کې وسله والو او دولتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
24 Aug 2015 - 16:24

غزني ښار- مهترلام (پژواک، ٢ وږى ٩٤): چارواکي وايي چې په لغمان او غزني ولايتونو کې وسله والو مخالفينو  او دولتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د غزني چارواکي وايي چې د ښار اړوند سيمه او په قره باغ ولسوالۍ کې د طالبانو او امنيتي ځواکونو تر منځ نښتې شوې ده.

په دغه ولايت کې د ۲۰۳ تندر قول اردو د دريمې لوا وياند بريدمل نور  د وږي په ٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن غرمه وسله والو طالبانو د ښار اړوند د شهباز خان په سيمه کې د ملي اردو پر ګزمې بريد وکړ.

هغه زياته کړه چې په دغه بريد کې ملي اردو ته کوم زيان نه دى اوښتى، خو په ځوابي بريد کې درې وسله وال وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

خو د حبيب الله په نوم د سيمې يوه اوسېدونکي پژواک ته وويل چې په دې نښته کې د طالبانو تر څنګ ملي اردو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

بلخوا په قره باغ ولسوالۍ کې يوه سيمه ييز پوليس حميدالله پژواک اژانس ته وويل چې تېره ورځ په ولسوالۍ کې د يوې نښتې په ترڅ کې اووه وسله وال وژل شوي او شپږ نور ټپيان شوي دي.

د هغه په وينا، په دې نښته کې دوه پوليس هم ټپيان شوي ، د غزني د والي وياند شفيق ننګ نښته مني خو زياتوي چې پوليسو ته زيان نه دى اوښتى.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې د غزني ښار د  شهباز خان په نښته کې د ملي اردو درې سرتېري وژل شوي دي.

بلخوا د لغمان ولايت چارواکي وايي چې د يوې نښتې په ترڅ کې دولتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک پژواک ته وويل چې نن سهار پنځه بجې د الينګار ولسوالۍ د منګو او سندروا په سيمو کې نښتې شوې دي.

هغه زياته کړه چې په دې نښتو کې څلور وسله وال مخالفين وژل شوي او شپږ نور ژوبل شوي دي.

ده وويل چې په دې نښته کې د ملي اردو دوه سرتيري وژل شوي او يو بل ټپي دى.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.