ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسوال: موسى کلا ولسوالۍ د سقوط په حال کې ده

ولسوال: موسى کلا ولسوالۍ د سقوط په حال کې ده

author avatar
24 Aug 2015 - 15:15
ولسوال: موسى کلا ولسوالۍ د سقوط په حال کې ده
author avatar
24 Aug 2015 - 15:15

لښکرګاه (پژواک، ٢ وږى ٩٤): د هلمند د موسى کلا ولسوال وايي چې دغه ولسوالي د وسله والو طالبانو له خوا کلابنده شوې او که بېړنۍ مرسته ور ونه رسېږي ډېر ژر به سقوط وکړي.

د موسى کلا ولسوال محمدشريف د وږي په ٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې ولسوالۍ کې امنيتي حالات ډېر ترينګلي شوي او تېره شپه هم دوه پوستې طالبانو نيولې دي.

ده وويل چې شاوخوا زرو طالبانو د ولسوالۍ په سل مترۍ کې کمين نيولى او  ښايي شپې ته د ولسوالۍ پر ودانۍ بريد وکړي.

هغه زياته کړه: ((د طالبانو سرې قطعې، معراج قطعې او ذاکر قطعې د ولسوالۍ ودانۍ محاصره کړې ده او زموږ په سل مترۍ کې پراته دي.))

ده وويل چې ياد طالبان په پرمختللو وسلو او مهماتو سمبال دي او د ولسوالۍ د سقوط لپاره يې منظم پلان جوړ کړى دى.

محمدشريف وايي چې د ولسوالۍ د سقوط په اړه يې په کابل او لښکرګاه کې له امنيتي چارواکو سره اړيکې نيولې خو تر اوسه يې مثبت ځواب نه دى ترلاسه کړى.

دغه راز د هلمند د ولايتي شورا مرستيال عبادالله عليزي هم پژواک ته وويل چې د موسى کلا ولسوالي د طالبانو له خوا کلابنده شوې ده.

د هغه د معلوماتو له مخې، ولسوالي، قومانداني او د ملي اردو قرارګاه د طالبانو له خوا کلابند شوي دي.

عليزي زياته کړه: ((هلته امنيتي ځواکونو ته يواځې وچه ډوډۍ رسېږي، دا څو ورځې کېږي چې امنيتي سرتېري خوب نه لري، ويښ دي نو د جګړې توان هم نه لري بايد ژر ورته مرستې ورسول شي.))

ده وويل چې امنيتي چاوراکي بايد له نن شپې وړاندې پر دې ولسوالۍ هوايي عمليات پيل کړي تر څو د ولسوالۍ له سقوطه مخنيوى وشي.

خو د هلمند د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول دويم څارن شاه محمود اشنا پژواک ته وويل چې د هلمند امنيه قوماندان او د امنيت امر د موسى کلا ولسوالۍ د امنيت ټينګښت په موخه دې ولسوالۍ ته ورغلي دي.

ده وويل چې د امنيتي ځواکونو  تر منځ همغږي شتون لري او ډېر ژر به د موسى کلا ولسوالۍ امنيتي ستونزې هوارې شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.