ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په جګړو کې د کجکي برېښنا مزي پرې شوي

په جګړو کې د کجکي برېښنا مزي پرې شوي

author avatar
24 Aug 2015 - 14:11
په جګړو کې د کجکي برېښنا مزي پرې شوي
author avatar
24 Aug 2015 - 14:11

لښکرګاه، کندهار ( پژواک، ٢ وږى ٩٤ ) : په هلمند کې د جګړو له امله د برېښنامزي شکېدلي او اوس پر کندهار او لښکرګاه برېښنا پرې شوې ده.

د هلمند د برېښنا رييس انجنير نصرت الله قانع د زمري په ٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو دوو ورځو راهيسې د کجکي او سنګين ولسواليو تر منځ سيمو کې د سختو جګړو له امله د برېښنا مزي په بېلابېلو سيمو کې پرې شوي دي.

هغه زياته کړ چې نن سهار دوى خپله ډله سيمې ته لېږلې وه، په ځينو ساحو کې يې مزي ترميم کړي وو، خو د جګړې د بيا پيلېدو له امله يې کارونه ځنډېدلي دي.

قانع وايي، چې کله حالات سم شول، دوى به په بېړنۍ توګه مزي ترميم کړي.

د کندهار د برېښنا رياست مرستيال امان الله فاروقي هم وايي چې له تېرې جمعې راهيسې په دغه ولايت کې د کجکي برېښنا قطع شوې ده.

د هغه په وينا، د دوى يو ټېم هم کجکي ته تللى دى، څو د برېښنا پرې شوي مزي ترميم کړي، خو زياتوي چې د جنګونو له امله نه شي کولاى هغه ورغوي.

فاروقي وايي چې ګرمي تېزه ده او د برېښنا د نشتوالي له امله خلک له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

د کندهار ښار يوه اوسېدونکي سيدرحيم پژواک اژانس ته وويل چې له يوې خوا د تودوخي کچه لوړه او له بلې خوا د برېښنا نشتوالي د دوى ستونزې ډېرې کړې دي.

د هغه په وينا، ډېرى خلک له څاه ګانو اوبه د برېښنا په مرسته را وباسي او د برېښنا د نشتولي له امله خلک پاکو اوبو ته هم لاسرسى نه لري.

د يادونې ده، له تېرو څو کلونو راهيسې په هلمند ولايت کې د جنګونو له امله هر وخت د برېښنا مزي پرې کېږي.

د کندهار د برېښنا رياست  د معلوماتو له مخې، له تېرو څو کلونو راهيسې ٢٠ زره ځلې د برېښنا مزي پرې شوي دي.

که څه هم کندهار له ١٥٠ تر ١٧٠ مېګاواټه برېښنا ته اړتيا لري، خو اوس مهال په دې ولايت کې يواځې ٢٧ مېګاواټه برېښنا شته، چې ١٥ مېګاواټه يې د باغ پُل، برېښناکوټ او ښوراندام سيمو له ډېزلي جنراتورونو او له ١٠ تر ١٢ مېګاواټه يې د هلمند له کجکي بند څخه په لاس راځي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.