کابل (پژواک، ٢ وږى ٩٤): زرګونو تنو د يوه اوږده ليک پر لاسليک کولو سره د پاکستان د تېري پر وړاندې له امنيتي ځواکونو خپل ملاتړ اعلان کړ او له پاکستان سره يې د افغانستان د اړيکو پرې کولو او د ملګرو ملتونو له خوا پر پاکستان د بنديزونو لګولو غوښتنه وکړه.
د کار او پراختيا ګوند مرستياله ډاکتره شکريه سيرت ولي زاده چې پوځي جامې يې اغوستې وې او نن يې د کابل نوي ښار پارک کې د خپل تحصن په پاى کې له خبريالانو سره خبرې کولې، وويل چې له امنيتي ځواکونو ملاتړ کوي او دا اوږد ليک د دغه ګوند په خېمه کې د څه باندې ١٣ زره کسانو له خوا د ١١ ورځو په اوږدو کې په کابل نوي ښار پارک کې لاسليک شوى دى.
په دې پرپړه کې له خلکو غوښتنه شوې چې له هېواده د دفاع او پر افغانستان د پاکستان د يرغل پر وړاندې د جګړې لپاره چمتو شي.
دا په داسې حال کې ده چې پاکستان د هېواد پر ځينو سرحدي سيمو راکټي بريدونه کړي او ډيورنډ کرښې دې غاړې ته يې د ځينو تاسيساتو په جوړولو پيل کړى دى.
په دغه ليک کې غوښتنه شوې چې افغان دولت دې له پاکستان سره خپلې ديپلوماتيکي او غير د يپلوماتيکې اړيکې پرې کړي او د افغانستان خلک دې د پاکستاني مالونو له کارولو ډډه وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې په کابل او د هېواد په بېلابېلو سيمو کې بريدونو په سبب د درملو ځينو واردوونکو له پاکستاني درملو سره پرېکون اعلان کړى دى.
شکريې سيرت وويل چې له دې وروسته د افغانستان په کورنيو چارو کې د پاکستان ښکاره لاسوهنه او د پاکستان په لاس د افغانستان د خلکو وژل د افغانانو لپاره د زغم وړ نه دي.
هغې څرګنده کړه چې دې ١٣ زره کسانو د پاکستان پر وړاندې د درېدو چمتووالى ښودلى دى.
د مېرمن سيرت په خبره، ټاکل شوې چې دا اوږد ليک به سبا ورځ په رسمي ډول په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر ته وسپارل شي.
هغه له ملګرو ملتونوغوښتنه وکړه چې پر پاکستان د سياسي فشار واردولو له لارې پر دغه هېواد ځيني بنديزونه هم ولګوي، څو د ((وېره اچوونکو)) د تمويل او ملاتړ نه لاس واخلي.
د هغه په خبره، که چېرته پاکستان له خپلو لاسوهنو او جناياتو لاس پر سر نه شي، د ملګرو ملتونو د امنيت شورا بايد د پاکستان په خاوره کې د ترهګرو د ځالو ړنګولو لپاره پوځي تصميم ونيسي.
نوموړي له افغانانو غوښتنه وکړه چې پاکستاني مالونه تحريم کړي او له افغانستان څخه د دفاع لپاره د امنيتي ځواکونو تر څنګ ودرېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن