ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ديني عالمان دې د خلکو د ژوند ساتنې لپاره يوموټى شي

ديني عالمان دې د خلکو د ژوند ساتنې لپاره يوموټى شي

author avatar
25 Aug 2015 - 16:55
ديني عالمان دې د خلکو د ژوند ساتنې لپاره يوموټى شي
author avatar
25 Aug 2015 - 16:55

کندهار (پژواک، ٣ وږى ٩٤): په کندهار کې د ديني عالمانو د همغږۍ غونډه جوړه شوه چې په کې د دغه ولايت تر څنګ د هلمند، فراه او نيمروز ولايتونو لسګونو ديني عالمانو ګډون کړى و.

دغې غونډې ته چې د کندهار ښار په مرکزي امام بارګاه کې جوړه شوې وه، د کندهار ولايت مرستيال عبدالعلي شمسي هم ورغلى و.

شمسي د همغږۍ دا ډول غونډې مهمې وګڼلې او د اهل تشيع او سني عالمانو تر منځ يې پر يووالي ټينګار وکړ.

هغه زياته کړه، اسلام د مينې او سلامتيا دين دى، خو د هېواد دښمنان د دين له نوم څخه ناوړه ګټه پورته کوي او خلک د خپل هېواد ورانولو ته هڅوي.

دى وايي، ديني عالمان بايد د خپل رسالت او مسووليت له مخې د دغه راز کړنو مخنيوى وکړي او د خپلو خلکو د ژوند د بقا لپاره لاسونه سره ورکړي.

نوموړي د سولې او ثبات لپاره د علماوو رول ډېر مهم وباله او ويې ويل چې هغوى کولاى شي وخت په وخت ولايت مقام ته د چارو د ښې ترسره کېدا او سولې لپاره وړانديزونه او مشورې ورکړي.

شمسي د علماوو تر منځ د همغږۍ د دغه راز غونډو دوام وغوښت او يادونه يې وکړه چې په دې توګه به ديني عالمان د يو او بل له ستونزو خبر شي او له بلې خوا به هېواد ته د پېښو خطرونو او د هغو د مخنيوي پر لارو چارو علمي بحثونه وکړي.

د کندهار ښار د مرکزي امام بارګاه خطيب شېخ زاهدي له ولايتي ادارې مننه وکړه چې د ديني عالمانو رول ته پاملرنه کوي.

هغه زياته کړه، هڅه به وکړي چې د علماوو تر منځ د همغږۍ ورته غونډې دوام پيدا کړي، څو په ګډه ستونزو ته حل لارې ولټوي.

 

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.