کابل (پژواک، ۳ وږى ٩٤): د لويې پکتيا د ځوانانو ټولنوګډې جرګې په برېښنايي تذکرو کې د افغان کلمې نه ليکل د اساسي قانون خلاف کار وباله او له ولسمشره يې وغوښتل چې په تذکرو کې د افغان کلمه ذکر کړي.
د نفوسو د احوال د ثبت قانون طرحه د ملي شورا له تصويب وروسته تېر کال په لېندۍ مياشت کې د ولسمشر له لوري توشېح شوه؛ خو د ملي شورا، مدني ټولنو او سياسي ګوندونو يو شمېر غړو په برېښنايي تذکرو کې چې د ياد قانون پر بنسټ وېشل کېږي، د افغان کلمې د ليکلو غوښتنه وکړه.
خو ځيني وايي چې د تذکرې پر مخ "د افغانستان اسلامي جمهوريت" ليکل شوى دى او دا مفهوم رسوي چې ياده تذکره د يوه افغان اړوند ده.
د دې تذکرو وېش تر اوسه نه دى پيل شوى.
د "لويې پکتيا د ځوانانو ټولنو ګډه جرګه" چې د پکتيا، پکتيکا، خوست او لوګر ۱۴ مدني ټولنې يې غړيتوب لري، نن د يوې اعلاميې په خپرولو سره په برېښنايي تذکرو کې د افغان د کلمې پر ليکلو ټينګار وکړ.
په اعلاميه کې چې د دې جرګې د وياند ضياالحق فضلي له لوري ولوستل شوه، راغلي: "په پېژندپاڼه (تذکره) کې د افغان کلمې نه ليکل د اساسي قانون د څلورمې مادې مغاير عمل دی، فرعي يا عادي قوانين د اساسي قانون په رڼا کې رامنځته کېږي او هېڅکله يې خلاف نه شي واقع کېدای."
سرچينې زياته کړې، دغه جرګه د ملي وحدت حکومت له مشرانو غوښتنه کوي چې اساسي قانون د نقض کېدو مخه دې ونيسي او برېښنايي تذکرو کې دې د افغان کلمې پر ليکلو غوڅ دريځ غوره کړي.
د اساسي قانون د څلورمې مادې په يوه برخه کې راغلي چې د افغان کلمه د افغانستان د ملت پر هر فرد اطلاق کېږي.
يادې جرګې د حکومت له مشرانو په ځانګړي ډول له ولسمشره غوښتي چې د اساسي قانون د ٦٤مې مادې د پلې کېدو او رعايت په برخه کې د اساسي قانون د څلورمې مادې د نقض مخه ونيسي.
د اساسي قانون په ٦٤مه ماده کې د ولسمشر واکونه او دندې مشخصې شوې چې له هغو څخه يوه يې د اساسي قانون د پلي کېدو څارل دي.
د يادې جرګې په اعلاميه کې راغلي: "د لويې پکتيا د ځوانانو ټولنو ګډه جرګه په هېواد کې د پايدارې سولې او ثبات غوښتونکې او تفرقې او دې ته ورته د نورو جنجالي مسايلو پر وړاندې د مبارزې کلک هوډ لري."
سرچينه زياتوي چې که په تذکره کې د افغان کلمې د ليکلو په اړه د دولتي چارواکو مثبت ځواب ترلاسه نه کړي نو د خپلو مدني ناستو تر څنګ به په پراخو لاريونونو هم لاس پورې کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن