ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د مرورې ولسوالۍ خلکو د دولت له تګلارو ملاتړ اعلان کړ

د مرورې ولسوالۍ خلکو د دولت له تګلارو ملاتړ اعلان کړ

author avatar
25 Aug 2015 - 14:47
د مرورې ولسوالۍ خلکو د دولت له تګلارو ملاتړ اعلان کړ
author avatar
25 Aug 2015 - 14:47

اسعد اباد ( پژواک، ٣ وږى ٩٤ ) : د کونړ د  مرورې ولسوالۍ  ولسونو د يوې لويې غونډې په ترڅ کې د دولت له تګلارو او کړنلارو څخه په ټينګه ملاتړ اعلان کړ.

د کونړ د والي وياند غني مصمم د وږي په ٣مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، دا غونډه چې نن د ولايت په مرکز کې جوړه شوې وه، په کې والي وحيدالله کليمزي، ځايي چارواکو، قومي مشرانو او ديني عالمانو برخه اخيستې وه.

هغه زياته کړه، قومي مشرانو په خپلو ويناوو کې  د سولې او ثبات په ټينګښت کې په ولسي قوت سره د بشپړې همکارۍ کولو ډاډ څرګند کړ.

ددې ولايت د قومونو او قبايلو چارو رييس دوست محمد ماموند وويل چې ماموند قوم د ډيورنډ کرښې په دواړو خواوو کې پراته  او له ډېرو ستونزو سره مخ دي.

هغه زياته کړه، چې په تېرو ۱۴ کلونو کې ماموند قوم ته ځانګړې پاملرنه نه ده شوې اوس دې دولت په مرورې ولسوالۍ کې  هر اړخيزې بيارغونې ته پاملرنه وکړي .

د نوموړي په وينا، د مرورې ولسوالۍ ټول قومونه له دولت سره په امنيت ، سوله او د نشه يي توکو په له منځه وړلو کې همکار  دي.

قومي مشرانو په خپلو خبرو کې د مرورې ولسوالۍ وضعيت د اندېښنې وړ وباله او په ياده ولسوالۍ کې شته امنيتي ګواښونه يې د هر ډول پرمختګ،امن،سولې او ثبات پر وړاندې ستر خنډونه ياد کړل.

د مرورې ولسوالۍ يو بل قومي مشر حضرت الرحمن بيا وويل : ((ماموند قوم په خپلو کې سره يو دي او د نورو لپاره هم د يووالي غوښتنه کوي .

ده له دولت څخه د مرورې ولسوالۍ د خلکو لپاره د کانال جوړېدو غوښتنه وکړه چې پنځه کاله وړاندې ورسره دولت ژمنه کړې وه ، خو تر اوسه يې نه ده پوره کړې .

هغه زياته کړه : ((  موږ ته دې دولت د مرورې کانال او د ډېورنډ کرښې تر غاښي سيمې پورې د پاخه سړک غم وخوري.))

د کونړ والي وحيدالله کليمزي د مرورې ولسوالۍ له خلکو مننه وکړه چې خپل دولت ته يې د همکارۍ  لاس ورکړ.

نوموړي له دوی وغوښتل چې له وسله والو مخالفينو سره خبرې وکړي او د سولې بهيرته يې رامات کړي او په خپلو سيمو کې دې ورته ځاى نه ورکوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.