لومړی تعقيب- هرات ښار (پژواک، ٣ وږى ٩٤): په هرات ولايت کې د اورلګېدنې له امله د يوې کورنۍ لس ماشومان او يوه ښځه مړه شوي او اتلس تنه نور ټپيان دي.
تېره شپه شاوخوا يوولس بجې د هرات ښار د کمرکلاغ په سيمه کې د اريا ترکمن نبي زاده په نوم د اوبلن ګازو په شرکت کې اور لګېدلى و.
د هرات د امنيې قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مشر مل پاسوال سيدګل هاشمي د زمري په ٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې اورلګېدنه کې د يوې کورنۍ يوولس غړي وژل شوي دي.
هغه زياته کړه: ((د شرکت مخې ته ولاړ د ګاز يو ټانکر له اور اخيستو وروسته هوا ته پورته شوى او د پېښې له ساحې ٣٠٠ متره لرې پر يوه کور لوېدلى چې له امله يې د ياد کور يوه ښځه او لس ماشومان وژل شوي دي.))
هغه وايي چې په دې اورلګېدنه کې د اريا ترکمن نبي زاده شرکت مشر، زوى يې او دوه انجنيران هم تر ٩٠ سلنې ډېر سوځېدلي دي.
د هرات د والي وياند احسان الله حيات هم ياده پېښه تاييدوي او وايي چې دغه اورلګېدنه د شپې يوولس بجې پيل او د سهار تر درېيو بجو يې دوام درلود.
هغه وايي چې مړه شوي کسان د سيمې اوسېدونکي وو او ډېرى ټپيان د همدغه شرکت کارکوونکي دي.
دى وايي چې د دې اورلګېدنې له امله ياد او په سيمه کې ځينو نورو شرکتونو ته شاوخوا ٤٢ ميليونه افغانۍ مالي تاوان هم اوښتى دى.
هغه زياته کړه: ((د اطفايې مسوولين پر خپل وخت ورسېدل که نه يو ميليارد افغانۍ مالي تاوان به اوښتى و او ډېر زيات خلک به هم وژل شوي وو.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن