ميدانښار ( پژواک، ۳وږى۹۴) : چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو په ميدان وردګو ولايت کې حکومت سره د همکارۍ په تور د ملکي وګړو پنځه کورونه سوځولي او ١٣ کلن ماشوم يې وژلى دى.
دا پېښه پرون د چک ولسوالۍ د اله سنګ په سيمه کې رامنځته شوې ده.
د دغې ولسوالۍ د اله سنګ سيمې اوسېدونکي محمد طاهر د وږي په ۳مه پژواک خبري اژانس ته وويل ، تېره ورځ وسله وال طالبان د ملکي وګړو څو کورونو ته ننوتلي،مېرمنې يې وهلې او کورونو ته يې اور اچولی دی .
نوموړی زياته کړه : (( لسګونه طالبان د مدير شريف او څېرمه کورونو ته ننوتل او کله چې مېرمنو کورونو ته د دوی له خوا د اور اچونې مخه نيوله نومېرمنې يې هم ووهلې او له هغه وروسته يې کورونو ته اور واچاوه. ))
د هغه په وينا، د دغه اور اچونې په ترڅ کې د پنځو نورو کورونو توکي او دوه کرولا ډوله موټر هم سوځېدلي دي.
طاهر وايي چې د وسله والو طالبانو له خوا د اتم ټولګي يو ۱۳ کلن زده کوونکی هم پر ډزو سره وژل شوی دی .
د ميدان وردګو د والي وياند عطاالله خوږياڼي پژواک ته د يادې پېښې د تاييد ترڅنګ وويل ، کله چې وسله والو مخالفينو کورونو ته اور اچولی و، نو سيمې ته امنيتي ځواکونه هم ورسېدل او له وسله والو سره يې نښته رامنځته شوه.
هغه زياته کړه، د دغه نښتې په ترڅ کې يو وسله وال طالب وژل شوی او درې نور ټپيان دي .
د خوږياڼي په وينا، په دې نښته کې څلور امنيتي سرتېري هم ټپيان شوي دي .
د والي وياند وايي، د وسله والو طالبانو له لوري د سوځول شويو کورنو اوسېدونکو له حکومت سره هېڅ ډول اړيکې نه درلودې او د عام وګړو په توګه يې په سيمه کې ژوند کاوه.
خو د يادې سيمې يوه اوسېدونکي چې له نوم خپرولو يې ډډه کوله پژواک ته وويل ، د مدير شريف په نوم قومي مشر، له حکومت سره همکار دی او له همدې امله وسله والو طالبانو د هغه يو زوی او وراره پخوا وژلي وو .
د سرچينې په وينا، نوموړی په دې وروستيو کې بيا د وسله والو طالبانو د له منځه وړلو په موخه د سيمه ييزو پوليسو د ځای پر ځای کېدو چارې پيل کړې وې او له همدې امله وسله والو طالبانو پرې بريد کړى دى .
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن