کابل (پژواک ٤ وږى ٩٤): د اقتصادي همکاريو سازمان "ايکو" د ګمرکونو او ترانزيټ کاري کمېټې څلورمه غونډه د ګمرګي او ترانزيټي پروسيجرونو د ښه والي او په سيمه کې د سوداګرۍ د پراختيا په موخه نن په کابل کې ترسره شوه.
دغه غونډه، د افغان حکومت په کوربه توب د ايران، پاکستان، قزاقستان، قرغيزستان، تاجکستان، اذربايجان او ترکيې هېوادونو د استازو او دغه راز د ايکو د سوداګرۍ او صنايعو خونې او د واټ نړيوالې ټولنې (تير) د پلاوي په حضور کې ترسره شوه.
ترکمنستان او ازبکستان هم د دغه سازمان غړيتوب لري، خو د دغو هېوادونو په استازيتوب په ياده غوډه کې چا شتون نه درلود.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو وزارت معين مزمل شينواري په کابل کې د دغه سازمان د غړو په نننۍ غونډه کې خوشالي څرګنده کړه چې د ايکو غړو هېوادونو ډېرى استازي په دغه غونډه کې حضور لري.
نوموړي، د يادې ناستې اساسي موخه په سيمه کې د سوداګرۍ د پراختيا په موخه د ګمرکي او ترانزيټي پروسيجرونو ښه والى او ساده کول په ګوته کړل او زياته يې کړه چې د ايکو سازمان غړي هېوادونه به د نن ورځې په ناسته کې د هغو کارونو په اړه چې د ګمرکونو او ترانزيټ د ښه والي په برخه کې ترسره شوي، راپور وړاندې کړي؛ څو د دغه سازمان په چوکاټ کې ګمرکي او ترانزيټي مسايل د سيمې په ګټه وکارول شي.
نوموړي د ايکو په سازمان کې د افغانستان رول مهم وباله او ويې ويل چې افغانستان منځنۍ اسيا له سوېلي اسيا سره نښلوي او کولى شي چې د سيمې په کچه د سوداګرۍ د پراختيا په برخه کې اغېزناک رول ولري.
د هغه په وينا، هغه مهال په سيمه کې سوداګري وده کولى شي چې د دغه سازمان غړي پر خپلو ژمنو عمل وکړي.
هغه څرګنده کړه چې پاکستان په دې وروستيو کې د واټ نړيوالې ټولنې غړيتوب (TIR) ترلاسه کړى او د يادې ټولنې د اصولو د پلې کولو په صورت کې به تر يوې اندازې پورې په پاکستان کې د افغانستان سوداګريزې ستونزې هوارې شي.
د ايکو سازمان د سکرتريت مرستيال حسن علي منګي هم د افغانستان جغرافيوي موقعيت ته په اشارې سره وويل چې افغانستان په سيمه کې د سوداګرۍ په پراختيا کې عمده رول لرلى شي.
نوموړي د دغه سازمان په غړو هېوادونو کې د ګمرکي او ترانزيټي پروسيجرونو پر ښه والي او ساده والي ټينګار وکړ او هيله يې څرګنده کړه چې د دغو پروسيجرونو په ښه توب سره به سوداګري په سيمه کې د پام وړ پرمختګ وکړي.
د هغه په وينا، غړي هېوادونه هڅه کوي چې د سوداګرو لپاره د ډېرو اسانتياوو زمينه برابره کړي.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو وزارت مرستيال وويل چې د نن ورځې د ناستې پايلې به د ايکو سکرتريت له لوري له ډلبندۍ وروسته اعلان شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن