ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هرات د برېښنا شرکت شپږ کارکوونکي د فساد په تور ونيول شول

د هرات د برېښنا شرکت شپږ کارکوونکي د فساد په تور ونيول شول

author avatar
26 Aug 2015 - 14:51
د هرات د برېښنا شرکت شپږ کارکوونکي د فساد په تور ونيول شول
author avatar
26 Aug 2015 - 14:51

هرات ښار (پژواک، ٤ وږى ٩٤): د هرات د ملي امنيت رياست چارواکي وايي چې د هرات د برېښنا شرکت شپږ کارکوونکي يې د برېښنايي مېترونو د غير قانوني پلورنې په تور نيولي دي.

د هرات ملي امنيت رياست له خوا پژواک خبري اژانس ته په يوه استولې خبرپاڼه کې ويلي چې دغو کسانو په غير قانوني ډول د برېښنا ميترونه له ٥٠ تر ١٠٠ زرو افغانيو پورې پر خلکو پلورل.

په خبرپانه کې راغلي چې د هرات د برېښنا شرکت يو کارکوونکى چې له يوې کورنۍ يې د مېتر لګولو په بدل کې ٥٥ زره افغانۍ اخيستې وې، ونيول شو.

سرچينې زياته کړه چې لومړى د دغه شرکت يو کارکوونکى ونيول شو چې وروسته د دې ادارې پنځه نور کارکوونکي هم د ملي امنيت له خوا ونيول شول.

هڅه مو وکړه چې د هرات برېښنا شرکت نظر هم ولرو، خو اړيکه ورسره ټينګه نه شوه.

 د هرات اوسېدونکو د برېښنا رياست د دغو کارکوونکو د نيول کېدو هرکلى کړى او د هغوى پر مجازاتو يې ټينګار کړى دى.

د هرات اوسېدونکي فيروز محمدي پژواک ته وويل: ((دا څه اوسنۍ خبره نه ده چې د برېښنا رياست کارکوونکي په خلکو په لوړه بيه ميترونه پلوري، کاش چې امنيتي ارګانونو له وړاندې دا کار کړى وى، څو نور کسان دا ډول غير قانوني کار تر سره نه کړي.))

نوموړي له اړوندو چارواکو غوښتنه وکړه چې دغو کسانو ته درنه جزا ورکړي.

د هرات يوه اوسېدونکي شاه ولي احمدي وويل: ((همدا اوس ګڼې کورنۍ برېښنا نه لري. له بده مرغه چې له څو کلونو راهيسي د برېښنا د مېترونو وېش بند شوى او موږ خبر يو چې خپله د برېښنا رياست کارکوونکي تور بازار رامنځته کوي، له پنځوسو زرو نيولې تر سل زرو افغانيو پورې يې پر خلکو پلوري چې غوره بېلګه يې د همدې شپږو کسانو نيول دي.))

په هرات کې د برېښنا کمښت په دغه ولايت کې له سترو ننګونو څخه ده چې هرات ښاريان تل په اوړي او ژمي کې د برېښنا له تګ راتګ سره مخ وي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.