لښکرګاه (پژواک، ٤ وږى ٩٤): د هلمند د موسى کلا ولسوال وايي، تر څو ورځنۍ کلابندۍ وروسته، له دې امله چې مرستې ته يې څوک ور ونه رسېدل، طالبانو تېره شپه د ولسوالۍ او امنيه قوماندانۍ ودانۍ ونيولې.
د موسی کلا ولسوال محمدشريف د وږي په ٤مه پژواک خبري اژانسم ته وويل چې له تېرو پنځو ورځو راهيسې دوى کلابند وو، د مرستې ډېرې چيغې يې وکړې، خو څوک يې مرستې ته نه ورغلل.
د هغه په وينا چې تېره شپه وسله والو طالبانو پرې ډله ييز بريدونه وکړل او تر سخت مقاومت وروسته يې د ولسوالۍ ودانۍ، امنيه قومانداني او د دې ولسوالۍ روغتيايي مرکز طالبانو ته خوشي کړي دي.
ولسوال وويل چې اوس دوى زړې قوماندانۍ او شخصي کورونو کې پټ دي او له همدې ځايه له وسله والو طالبانو سره لاس په لاسه جګړه کوي.
محمدشريف زياتوي چې د تېرې شپې په جګړه کې يو شمېري پوليس وژل شوي او ١٥ نور ټپيان دي خو د وسله والو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري.
د هغه په وينا، د ملي اردو ځواکونو او وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري او زياتوي چې د دوى مهمات او خوراکي توکي خلاص شوي او د تېښتې لاره هم نه لري.
ولسوال وايي چې د ولايت ټول مسوولين يې له ستونزو او حالاتو خبر کړي خو تر دې مهاله ورسره کومه مرسته نه ده شوې، په داسې حال کې چې سلګونه طالبان د ولسوالۍ مرکز ته رسېدلي دي.
شريف وويل چې که په همدې څو ساعتونو کې ورته مرسته ونه رسېږي دوى د جنګ توان له لاسه ورکوي او کېداى شي خطرناکې پايلې ولري.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د هلمند امنيه قوماندان نبي جان ملاخېل ويلي وو چې دوى به د موسى کلا ولسوالۍ حالات کنټرول او هلته به لوى عمليات پيل کړي.
د موسی کلا ولسوالۍ يوه قومي مشر حاجي معلم پژواک ته وويل چې په ولسوالۍ کې مېشت سرتېري د يو ساعت جګړې نور توان نه لري ځکه چې مهمات يې خلاص شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن