ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغان خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي ٣٩ پېښې ثبت شوي

د افغان خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي ٣٩ پېښې ثبت شوي

author avatar
27 Aug 2015 - 17:38
د افغان خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي ٣٩ پېښې ثبت شوي
author avatar
27 Aug 2015 - 17:38

کابل( پژواک ۵ وږي ۹۴): د روان ميلادي کال په لومړيو شپږو مياشتو کې د افغان خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي ٣٩ پېښې ثبت شوي چې ډېر يې د دولتي چارواکو له خوا او په لوېديځو ولايتونو کې دي.

د افغان خبريالانو د خونديتوب کمېټې مشر نجيب الله شريفي نن په کابل کې د يوې خبرې ناستې پر مهال وويل چې دغه شمېرې، د تېر ميلادي کال د لومړيو شپږو مياشتو  په پرتله د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي په پېښو کې نږدې ٤٤ سلنه کموالى ښيي.

 هغه وايي چې د ۲۰۱۵ کال له  پيل راهيسې يو خبريال وژل شوی، څلور ټپيان شوي، ۱۹ تنه وهل او ټکول شوي، دوه تنه نيول شوي او ۱۳ نور ګواښل شوي دي.

د سپين غر راډيو خبريال عاقل وقار، د روان ميلادي کال د جنوري په ١٦مه د ننګرهار ولايت په بټي کوټ ولسوالۍ کې د ناپېژانده وسله والو له خوا ووژل شو.

شريفي وويل چې د روان ميلادي کال په شپږو مياشتو کې له  يادو ٣٩ پېښو څخه د ٧٢ سلنه عاملين دولتي چارواکي دي.

د افغان خبريالانو د خونديتوب کمېټې راپور ښيي چې  د پژواک څلور تنه خبريالان (سيف الله مفتون، حبيب الرحمن شېرزی، محمدهارون او حسن حکيمي)  د دولتي چارواکو له خوا د  ګواښل شويو خبريالانو له ډلې دي.

شريفي وايي :"حيرانونکې خبره داده چې د تېرو درېيو کلونو په پرتله، سږ کال د دولتي په تېره بيا امنيتي  چارواکو له خوا د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي کچه لوړ حد ته رسېدلې ده.

ده ، د دولتي   . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.