د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د افغان خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي ٣٩ پېښې ثبت شوي

د افغان خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي ٣٩ پېښې ثبت شوي

Aug 27, 2015 - 17:38

کابل( پژواک ۵ وږي ۹۴): د روان ميلادي کال په لومړيو شپږو مياشتو کې د افغان خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي ٣٩ پېښې ثبت شوي چې ډېر يې د دولتي چارواکو له خوا او په لوېديځو ولايتونو کې دي.

د افغان خبريالانو د خونديتوب کمېټې مشر نجيب الله شريفي نن په کابل کې د يوې خبرې ناستې پر مهال وويل چې دغه شمېرې، د تېر ميلادي کال د لومړيو شپږو مياشتو  په پرتله د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي په پېښو کې نږدې ٤٤ سلنه کموالى ښيي.

 هغه وايي چې د ۲۰۱۵ کال له  پيل راهيسې يو خبريال وژل شوی، څلور ټپيان شوي، ۱۹ تنه وهل او ټکول شوي، دوه تنه نيول شوي او ۱۳ نور ګواښل شوي دي.

د سپين غر راډيو خبريال عاقل وقار، د روان ميلادي کال د جنوري په ١٦مه د ننګرهار ولايت په بټي کوټ ولسوالۍ کې د ناپېژانده وسله والو له خوا ووژل شو.

شريفي وويل چې د روان ميلادي کال په شپږو مياشتو کې له  يادو ٣٩ پېښو څخه د ٧٢ سلنه عاملين دولتي چارواکي دي.

د افغان خبريالانو د خونديتوب کمېټې راپور ښيي چې  د پژواک څلور تنه خبريالان (سيف الله مفتون، حبيب الرحمن شېرزی، محمدهارون او حسن حکيمي)  د دولتي چارواکو له خوا د  ګواښل شويو خبريالانو له ډلې دي.

شريفي وايي :"حيرانونکې خبره داده چې د تېرو درېيو کلونو په پرتله، سږ کال د دولتي په تېره بيا امنيتي  چارواکو له خوا د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي کچه لوړ حد ته رسېدلې ده.

ده ، د دولتي   چارواکو له خوا د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي په ډېروالي اندېښنه وښوده او ويې ويل په دې کار سره به د دولت او رسنيو تر منځ  واټن زيات او خبري سرچينو ته به د خبريالانو لاسرسی ستونزمن کړي.

هغه زياته کړه : (( دولتي ځواکونه تر اوسه هم خبريالان د يو دښمن په توګه تلقي کوي خو زموږ غوښتنه له دولت نه داده چې له رسنيو سره خپلې اړېکې پېاوړې او ټينګې کړي.))

شريفي وويل:"که موږ د افغانستان اوسنۍ جګړې ته ښه ځېر شو دا يوه تبليغاتي جګړه ده، خو که چېرې د دولت او رسنيو تر منځ واټن شتون ولري، دغه کار د دښمن؛ په ځانګړي ډول د وسله والو طالبانو په ګټه تماميږي."

دغه راز دى وايي، چې له يادو ٣٩ پېښو د ١٣ سلنه عاملين ناڅرګند وسله وال، د ١٢ سلنه عاملين وسله وال طالبان او ځانمرګي بريدونه او د ٣ سلنه عاملين سيمه ييز زورواکي دي.

 

 

د شريفي په وينا، سږ کال د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي ډېرې پېښې د هېواد په لوېديځه حوزه او تر ټولو کمې پېښې په کابل کې ثبت شوې دي.

هغه د جزيياتو له ورکولو پرته  وايي چې په رسنيو کې د ښځينه خبريالانو پر وړاندې دوه ګونی چلند د دې لامل شوى چې په رسنيو کې د ښځينه خبريالانو شمېر کم شي.

پژواک اژانس  هڅه وکړه چې په دې اړه د کورنيو چارو او ملي دفاع وزارتونو له چارواکو سره هم خبرې وکړي خو له  بيا بيا هڅو سره سره اړيکه ورسره ټينګه نه شوه.

 

 

 

 

 

ورته راپورونه:

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan