ميمنه (پژواک، ٥ وږى ٩٤): د فارياب چارواکي وايي، د دې ولايت د شيرين تګاب ولسوالۍ اړوند د استانه بابا سيمه، چې تېره ورځ له وسله والو طالبانو نيول شوې وه، يو ځل بيا طالبانو ته په لاس ورغلې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي ملي جنبش ګوند مرستيال مسعود احمد مسعود، پژواک خبري اژانس ته ويلي و، چې د ولسمشرۍ د لومړي مرستيال جنرال دوستم په مشرۍ د پوځي عملياتو په بهير کې، په فارياب کې د طالبانو وروستى تمځاى استانه بابا سيمه، تېره ورځ مازيګر مهال ونيول شوه.
نوموړي د دې عملياتو په جريان کې د دې سيمې د اتيا کليو له نيولو سربېره، د ٥٠ طالبانو د وژل کېدو، څلورو تنو د ژوندي نيول کېدو او له دولت سره د سلو نورو د يوځاى کېدو خبر ورکړى و.
خو د شيرين تګاب ولسوال سيد لقمان ګهريک، نن پژواک اژانس ته وويل، چې د استانه بابا سيمې نن غرمه مهال يو ځل بيا د طالبانو په لاس سقوط وکړ.
ده زياته کړه، کله چې جنرال دوستم نن د سرپل پر لور لاړ، نو طالبانو له وخت نه په استفادې، دا سيمه بيا ونيوله.
نوموړي په دې پېښه کې له پنځوسو د ډېرو ولسي ځواکونو د نادرکه کېدو خبر هم ورکړ او وايي: "داسې ضد او نقيض راپورنه هم شته چې دا کسان طالبانو وژلي دي."
دوستم له طالبانو څخه د سرپل ولايت د پاکولو لپاره د شاوخوا دوه زره امنيتي ځواکونو په ملتيا، نن سهار دغه ولايت ته لاړ.
د خواجه سبز پوش ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونوال محمد اکبر بشاش، پژواک ته وويل، د فياض په نوم د ولسي ځواکونو يو قوماندان له خپلو ٨٠ کسانو سره چې په څلوېښتو موټرسايکلونو سپاره وو، تېره شپه د استانه بابا سيمې ته د هغه ځاى خلکو د ملاتړ لپاره تللى و .
خو د هغه په وينا، دا کسان د طالبانو تر کلابندۍ لاندې راغلي، ٢٠ تنه يې وژل شوي، د قوماندان په ګډون ١٢ تنه يې په تېښته بريالي شوي او پاتې نور يې لادرکه دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن