ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د استاد سياف کور ته څېرمه دوه راکټونه ولګېدل

د استاد سياف کور ته څېرمه دوه راکټونه ولګېدل

author avatar
28 Aug 2015 - 13:38
د استاد سياف کور ته څېرمه دوه راکټونه ولګېدل
author avatar
28 Aug 2015 - 13:38

کابل (پژواک، ٦ وږى ٩٤): د کابل په پغمان ولسوالۍ کې د اسلامي دعوت ګوند د مشر  عبد رب الرسول سياف کور ته څېرمه دوه راکټونه ولګېدل، خو مرګ ژوبله نه لري.

د پغمان امنيه قوماندان سمونوال امرالله پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې مخکې شاوخوا ١١ نيمې بجې د استاد سياف د کور په شاوخوا دوه تر ٣٠٠ مترۍ کې دوه راکټونه ولګېدل.

دى وايي چې له دې راکټونو څخه يو يې وچاودېد او بل يى نه دى چاودلى.

امنيه قوماندان زياته کړه چې په دې بريد کې هېچا ته زيان نه دى رسېدلى.

امرالله وايي، چې دغه راکټونه د پغمان ولسوالۍ مياخېلو سيمې ته له څېرمه غره څخه د ريموټ کنټرول له لارې توغول شوي دي.

هغه وويل چې تر اوسه د دې بريد په تړاو څوک نه دي نيول شوي، خو پوليسو يې په اړه پلټنې پيل کړي دي.

د استاد سياف وياند فهيم کوهدامنى، په خپله فېسبوک پاڼه کې ليکلي:" نن د اسلام دښمنانو د استاد عبدرب الرسول سياف پر کور راکټې بريد وکړ خو چا ته په کې زيان نه دى رسېدلى."

د سياف پر کور د راکټي بريد مسووليت تر دې دمه چا پر غاړه نه دى اخستى.

په تېرو څو کلونو کې د ملي امنيت رياست  څو ځله  خبر ورکړى چې د سياف د وژلو پلان لرونکى ډلې يې نيولي دي.

استاد سياف چې اوس د وسله والو طالبانو پر ضد سخت دريځ لري، د روسانو پر وړاندې د جهاد په وخت کې يو له مهمو جهادي مشرانو څخه و.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.