ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبانو په فارياب کې د “ولسي ځواکونو” ٢٥ تنه وژلي دي

طالبانو په فارياب کې د “ولسي ځواکونو” ٢٥ تنه وژلي دي

author avatar
28 Aug 2015 - 15:39
طالبانو په فارياب کې د “ولسي ځواکونو” ٢٥ تنه وژلي دي
author avatar
28 Aug 2015 - 15:39

ميمنه (پژواک،٦ وږى ٩٤):د فارياب امنيتي چارواکي وايي، طالبانو د "ولسي ځواکونو" هغه ٢٥ تنه په ډزو وژلي چې تېره ورځ يې د دې ولايت په شيرين تګاب ولسوالۍ کې نيولي وو.

طالبانو تېره ورځ د شيرين تګاب د استانه بابا سيمه ونيوه.

دولتي سرچينو تېره ورځ ويلي وو چې د دولت  وسله والو مخالفينو په استانه بابا کې له ولسي ځواکونو( دولت پلوه سيمه ييزو وسله والو) څخه ٦٨ تنه کلابند کړي وو، چې له دې ډلې يو شمېر وژل شوي او يو شمېر لادرکه دي.

د فارياب د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال بريالي پرواني بشريار، نن پژواک خبري اژانس ته وويل چې طالبانو له يادو کسانو څخه ٢٥ تنه له نيول کېدو وروسته په ډزو وژلي دي.

دى وايي چې دغه کسان د دې ولايت د خواجه سبزپوش ولسوالۍ اوسېدونکي وو او استانه بابا سيمې ته له دولتي ځواکونو څخه د ملاتړ په موخه تللي وو.

د خواجه سبزپوش ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونوال محمد اکبر بشاش، وايي چې ياد ٢٥ تنه د دې ولسوالۍ د شېخي سيمې اوسېدونکي وو او نن سهار يې د جنازې لمونځ په همدې سيمه کې ادا شو.

د ده په وينا، له هغو کسانو چې تېره ورځ په استانه بابا سيمه کې لادرکه شوي وو، ٢٦ تنه يې خپلو کورونو ته رسېدلي، خو د ١٧ نورو برخليک لا هم نه دى څرګند.

د شېخي د سيمې اوسېدونکي نقيب الله وويل چې د يادو وژل شويو ٢٥ تنو د جنازې په لمونځ کې ګڼ شمېر کسانو برخه لرله او ډېرو يې ژړل.

دى وايي چې وژل شوي ټول ځوانان وو.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.