چاريکار (پژواک،٦وږى ٩٤): وسله والو د پروان په جبل السراج ولسوالۍ کې يوه ښځينه پوليسه په ډزو ووژله.
د پروان امنيه قوماندان محمدزمان مموزي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د پوليسو دغه ښځينه سرتېرې تېره ورځ د جبل السراج په عزت خېلو سيمه کې وژل شوې ده.
ده د جزيياتو له ورکولو پرته وويل چې پوليسو د دې ښځې د وژلو په تړاو يو تن نيولى او قضيه تر څېړنو لاندې ده.
د پروان د ښځو چارو مشره نادره ګياه وايي چې وژل شوې ښځه زرغونه نومي او د جبل السرج د امنيه قوماندانۍ سرتېرې وه.
د هغې په وينا، دغه ښځينه پوليسه دندې ته د تګ پر مهال په عزت خيلو کې د خپل کور په شاوخوا سل مترۍ کې په ډزو وژل شوې ده.
د ښځو چارو مشره وايي چې له زرغونې څخه يو وړوکى ماشوم پاتې دى.
نادره ګياه وايي:"د دې ښځې وژل د نورو فعالو ښځو پر روحيه منفي اثر کوي، خو په پروان کې ډېرې فعاله ښځې شته او غواړي چې له ټولو ناخوالو سره، مبارزه وکړي."
وسله والو طالبانو يواځې دومره ويلي چې د جبل السراج په عزت خېلو کې يې يو پوليس وژلى دى.
شاوخوا يوه مياشت مخکې د کاپيسا په دويمه حصه ولسوالۍ کې هم يوه ښځينه پوليسه په يو بريد کې ووژل شوه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن