ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي: په موسى کلا کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې

چارواکي: په موسى کلا کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
28 Aug 2015 - 11:41
چارواکي: په موسى کلا کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
28 Aug 2015 - 11:41

لښکرگاه (پژواک،٦ وږى ٩٤): د ميوند ٢١٥ قول اردو، د هلمند په موسى کلا ولسوالۍ کې ١٣٨ وسله والو مخالفينو ته د مرګ ژوبلې اړولو خبر ورکوي، خو طالبان دغه څرګندونې ردوي.

د دې قول اردو د مطبوعاتي چارو مسوول ډګرمن محمدرسول ځاځي، پژواک خبري اژانس ته وويل چې افغان امنيتي ځواکونو د بهرنيو ځواکونو په هوايي ملاتړ، تېره ورځ شاوخوا يوه بجه د موسې کلا په بېلابېلو سيمو کې عمليات پيل کړل .

د هغه په وينا، په دې عملياتو کې چې تېره شپه هم روان و، د موسى کلا د مرکز په اړوند سيمه کې د وسله والو مخالفينو يوه غونډه تر بريد لاندې راغله.

دى وايي چې په دې بريد کې د وسله والو مخالفينو د سرګروپانو ملاعبدالرازق، ملا ناصر، ملا انقلابی  او ملا روف په ګډون ١١٠ وسله وال ووژل شول او ٢٨ نور ټپيان شول.

ځاځى وايي چې په دې عملياتو کې دولتي ځواکونو او ملکي وګړو ته زيان نه دى رسېدلى.

د هلمند د ولايتي شورا غړى عبدالمجيد اخوند،په موسې کلا کې د وسله والو مخالفينو پر غونډه بريد تاييدوي، خو وايي د مرګ ژوبله په اړه يې کره معلومات نه لري، ځکه چې له موسى کلا ولسوالۍ سره ټېلفوني اړيکې پرې شوي دي.

خو وسله وال طالبان وايي چې د هغوى د کسانو د مرګ ژوبلې په اړه د چارواکيو څرګندونې بې بنسټه دي.

د هغوى په وينا، تېره ورځ په موسې کلا کې د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريد کې څو تنه ملکي وګړي وژل شوي او د دولتي ځواکونو تعرضي بريد له ماتې سره مخ شوى دى.

طالبان ادعا کوي، چې دولتي ځواکونو په موسې کلا کې د "قرارگاه حبيب" په نوم يو قرارګاه هم تخليه کړې ده.

د موسې کلا ولسوالۍ مرکز دوې ورځې وړاندې وسله والو طالبانو نيولى دى.

خو د هلمند د والي وياند عمر ځواک وايي چې امنيتي ځواکونه د ولسوالۍ مرکز ته نږدې شوي او ډېر ژر به د ولسوالۍ مرکز بېرته د دولتي ځواکونو تر کنټرول لاندې راوستل شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.