ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سرپل کې د علف سفېد درې لاره خلاصه شوه

سرپل کې د علف سفېد درې لاره خلاصه شوه

author avatar
29 Aug 2015 - 11:47
سرپل کې د علف سفېد درې لاره خلاصه شوه
author avatar
29 Aug 2015 - 11:47

سرپل (پژواک، ٧ وږى ٩٤): د "علف سفېد درې" لاره چې د سرپل مرکز د دغه ولايت له کوهستاناتو ولسوالۍ سره نښلوي او له شاوخوا يوې مياشتې راهيسې طالبانو تړلې وه، تېره شپه د ترافيکو پر مخ پرانيستل شوه.

د راپورونو له مخې، د دې لارې د تړل کېدو له امله په کوهستاناتو کې د لومړنيو توکو بيې تر درې برابره لوړې شوې وې.

د سرپل سرپرست والي عبدالجبار حقبين نن پژواک خبري اژانس ته وويل چې امنيتي ځواکونو تېره ورځ په ياده سيمه کې عمليات ترسره کړل چې په پايله کې يې وسله والو مخالفينو له دې سيمې شاتګ وکړ.

هغه وايي چې وسله والو پر دې لاره کاڼې غورځولي وو، خو دولتي ځواکونو په بلډوزر لرې کړل او لار تېره شپه شاوخوا ١١ بجې بېرته پرانيستل شوه.

وړمه ورځ د ولسمشر لومړى مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم د ګڼو امنيتي ځواکونو په ملتيا د دغه ولايت مرکز او بيا کوهستاناتو ته ورسېد.

د راپورونو له مخې، وسله والو طالبانو تېره شپه د کوهستاناتو ولسوالۍ مرکز هم له جګړې پرته پرېښود او دا مهال د دولتي ځواکونو په کنټرول کې دى، خو د دې ولسوالۍ ځينې سيمې د طالبانو په ولکه کې دي.

د سرپل سرپرست والي وايي چې دا مهال د سرپل د مرکز او صياد او سوزمه کلا ولسواليو له لورو عمليات روان دي، تر څو د کوهستاناتو ولسوالي په بشپړه توګه تر کنټرول لاندې راولي.

هغه وايي چې تر اوسه د کوهستانانو ٢٨ کلي د دولتي ځواکونو تر کنټرول لاندې راغلي دي.

وسله والو طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.