ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مومند: په پوهنتونونو کې د زده کړو کيفيت ښه کوو

مومند: په پوهنتونونو کې د زده کړو کيفيت ښه کوو

author avatar
29 Aug 2015 - 11:37
مومند: په پوهنتونونو کې د زده کړو کيفيت ښه کوو
author avatar
29 Aug 2015 - 11:37

کابل (پژواک، ٧ وږى ٩٤ ): د لوړو زده کړو وزيره وايي چې په دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې د درسونو د کيفيت ښه کولو لپاره يې هلې ځلې پيل کړې دي.

د لوړو زده کړو وزيره ډاکټرې فريدې مومند دغه څرګندونې پرون (د وږي ٦مه) په کابل کې د باختر پوهنتون د ماسټرۍ او ليسانس دورې د فارغينو مراسمو ته د وينا پر مهال کړې دي.

هغې زياته کړه چې لوړې زده کړې د يوه هېواد د پرمختګ او سوکالۍ لپاره ډېرې مهمې دي او له زده کړو پرته پرمختګ ناشونى دى.

نوموړې زياته کړه، چې د دريو  لسيزو جنګونو په ترڅ کې د افغانستان د نورو برخو په څېر د لوړو زده کړو برخې ته ډېر زيان اوښتى دى.

خو د لوړو زده کړو وزېرې وويل چې په وروستيو کلونو کې په هېواد کې په خصوصي او دولتي کچو کې زده کړو ډېر پرمختګونه کړي دي.

 مومند وايي چې د کميت له لحاظه په لوړو زده کړو کې کومه ستونزه نشته، خو د کيفيت له مخې اوس هم يو شمېر ستونزې شته دي.

د نوموړې په وينا، د لوړو زده کړو وزارت اوس هڅې او هلې ځلې پيل کړې دي، څو په هېواد کې د لوړو زده کړو کيفيت ښه کړي.

هغې له خصوصي پوهنتونونو وغوښتل چې تدريسي معيارونه په نظر کې ونيسي؛ ځکه چې د دې په وينا، که معيار يې ښه نه وي، نو بيا د محصلينو فراغت کومه ګټه نه رسوي.

د ولسمشر فرهنګي سلاکار استاد اسدالله غضنفر يادې غونډې ته د وينا پر مهال وويل چې هېوادونه په پيسو نه، بلکې په زده کړو پرمختګ کوي.

هغه زياته کړه، يو شمېر خليجي هېوادونه پرېمانه تېل او پيسې لري، خو په علم او ټيکنالوجۍ کې يې ډېر پرمختګونه نه دي کړي.

خو نوموړي وويل، سينګاپور چې د افغانستان د يوې ولسوالۍ په اندازه دى، د علم او ټيکنالوجۍ له امله نن د نړۍ يو له پياوړو هېوادونو څخه دى.

غضنفر محصلينو ته په خطاب کې زياته کړه: ((ستاسو فراغت زموږ راتلونکي ته ډاډ راکوي.))

د ولسمشر فرهنګي سلاکار هم په پوهنتونونو کې د کيفيت پر ښه والي ټينګار وکړ او له خصوصي پوهنتونونو يې وغوښتل چې د فيسونو کچه دې ټيټه کړي.

د باختر پوهنتون رييس عبداللطيف روشن پژواک اژانس ته وويل چې باختر په ١٣٨٦ لمريز کال کې تاسيس شوى او دا لومړى ځل و چې له پوهنتون څخه يې د ماسټرۍ په برخه کې محصلين فارغېږي.

هغه زياته کړه چې په دې دوره کې ١٥٠ محصلينو په اقتصاد کې ماسټري او ٤٥٠ نورو محصلينو په بېلابېلو څانګو کې د  ليسانس سندونه ترلاسه کړل.

د نوموړي په وينا، تر اوسه يې له پوهنتون څخه د ليسانس له بېلابېلو څانګو تر ٢٠٠٠ زيات محصلين فارغ شوي او همدا اوس څلور زره محصلين په زده کړو بوخت دي.

جمال احمد کاکړ يو له هغو محصلينو دى چې په اقتصاد کې يې د ماسټرۍ سند ترلاسه کړى دى.

هغه پژواک اژانس ته وويل چې په سختو شرايطو کې يې زده کړې کړې دي؛ ځکه چې هم د کور نفقه يې پر غاړه وه او هم يې زده کړې کولې.

هغه د  باختر پوهنتون له مسوولينو مننه وکړه چې دوى ته يې په هېواد کې دننه د لوړو زده کړو زمينه برابره کړې وه.

جمال له حکومت څخه وغوښتل چې فارغ شوو محصلينو ته د کار زمينه برابره کړي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.