ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په وردوج کې سرحدي ځواکونو د طالبانو يو مهم پوځي مرکز نيولى

په وردوج کې سرحدي ځواکونو د طالبانو يو مهم پوځي مرکز نيولى

author avatar
29 Aug 2015 - 17:04
په وردوج کې سرحدي ځواکونو د طالبانو يو مهم پوځي مرکز نيولى
author avatar
29 Aug 2015 - 17:04

 فيض اباد (پژواک ٧ وږى ٩٤): د بدخشان په وردوج ولسوالۍ کې د طالبانو د يوه مهم مرکز له نيول کېدو او د پنځو طالبانو مرګ ژوبلې وروسته، د هغه پول جوړېدو ته زمينه برابره شوې چې له دې وړاندې د سېلاب او چاودنې له امله ړنګ شوى و.

 د بدخشان د والي وياند احمد نويد فروتن وايي، چې دغه مرکز د وردوج په کزده سيمه کې د سرحدي کنډک پوليسو د نيمې شپې د عملياتو په پايله کې نيول شوى او په ترڅ کې يې درې طالبان وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي او دغه راز سرحدي ځواکونو يوه دهشکه، وسلې او مهمات هم تر لاسه کړي دي.

 هغه پژواک خبري اژانس ته وويل: " دغه مرکز په يوې حاکمې سيمې کې پروت و، طالبانو له هغه ځايه پراخه سيمه کنټرول کوله او د هغه پول د بيارغونې مخه يې نيوله چې د څلورو ولسواليو لارې سره نښلوي."

 د دغه پول پايې چې د سردار محمد داوودخان د واکمنۍ پر مهال جوړې شوې وې، تېر کال د طالبانو له لوري د چاودنې او پاتې نورې برخې يې دوه مياشتې وړاندې د سېلابونو د راوتلو له امله ويجاړې شوې   او د زيباک، اشکاشم، واخان او شغنان سرحدي ولسواليو ته يې نښلوونکې او اقتصادي ستونزې رامنځته کړې دي.

 د وردوج ولسوالۍ يو اوسېدونکى ميراحمد وايي، مسافر چې کله ياد پله ته نږدې کېږي؛ له موټره ښکته او شل دقيقې پلى مزل کوي او له هغه وروسته بيا په نورو موټرو کې کېني او خپلو ځايونو ته ځان رسوي.

 

هغه زياته کړه، له دغه پله څخه د تېرېدو پر مهال ناروغان، ميندوارې مېرمنې او کوم کسان چې له ځانونو سره سودا لري، له ډېرو ستونزو سره مخ کېږي.

 هغه د خوراکي توکو د بيو د لوړېدو په اړه هم اندېښنه څرګنده کړه او ژر تر ژره يې د دغه پله د جوړېدو غوښتنه وکړه، چې د بدخشان مرکز فيض اباد له څلورو ولسواليو سره نښلوي.

 د اوړو يوه پنځوس کيلويي بورۍ چې په فيض اباد کې په ١٢٠٠ افغانۍ ده، په دغو څلورو ولسواليو کې په اووه زره افغانۍ پلورل کېږي.

 دغه راز پنځه لېتره غوړي چې په فيض اباد کې په ٤٢٠ افغانۍ دي، هلته دوه زره افغانيو ته رسېدلي  . يوه بورۍ درېيمه درجه سېله وريجې له ١٢٠٠ افغانۍ پنځو زرو افغانيو او دغه راز د نورو لومړنيو خوراکي توکو بيې هم پنځه برابره لوړې شوې دي.

 خو د بدخشان د والي وياند وايي، چې اوسمهال د دغه پوځي مرکز په نيول کېدو سره د پله بيارغونې او يا د تګ راتګ لپاره د بديلې لارې جوړولو زمينه برابره شوې او ټاکل شوې چې تر راتلونکو دوه اونيو پورې دغه کار تر سره شي او د خلکو ستونزې به هوارې شي.

 طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.