ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سولې په ټينګښت او د تاوتريخوالي په له منځه وړلو کې د رسنيو په اغېزناک رول ټينګار وشو

د سولې په ټينګښت او د تاوتريخوالي په له منځه وړلو کې د رسنيو په اغېزناک رول ټينګار وشو

author avatar
30 Aug 2015 - 20:42
د سولې په ټينګښت او د تاوتريخوالي په له منځه وړلو کې د رسنيو په اغېزناک رول ټينګار وشو
author avatar
30 Aug 2015 - 20:42

کابل (پژواک ٨ وږى ٩٤):  د افغانستان د سولې بهير ارزونې علمي کنفرانس کې د سولې په اړه  د اغېزمنې ستراتېژۍ په تدوين او د تاوتريخوالي په له منځه وړلو کې د رسنيو په غوره نقش ټينګار وشو.

دا کنفرانس چې نن د پژواک خبري اژانس له لوري د کابل ښار په صافي لنډمارک هوټل کې جوړ شو، د سياسي چارو شنونکو، د مدني ټولنو فعالانو، د سولې پروګرام فعالانو او د سولې عالي شورا غړو په کې ګډون کړى وو.

په دې کنفرانس کې د ملا عمر له مړينې وروسته له وسله والو مخالفينو سره د سولې خبرو اترو د برخليک په اړه، د نورو نيابتي جګړو او اغېزې يې د افغانستان پر امنيتي وضعيت، د افغانستان او پاکستان د اړيکو په مخينه او په اوسنيو حالاتو کې د دواړو هېوادونو د نقش په اړه، د سولې عالي شورا کړنې، د سولې پر بهير د وسله والو مخالفينو  باور نه شتون  او داسې نورو موضوعاتو خبرې وشوې.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو مرستيالې سيدې مژګان مصطفوي په دې ناسته کې وويل، ژورناليستان بايد د سولې استازي وي او رسنۍ دې د جګړې دودولو پر ځاى د سولې پر خپرولو کې هڅه وکړي.

نوموړې د پژواک خبري اژانس د راپورونو خپرولو مېتود وستايه او له نورو رسنيو څخه يې وغوښتل، څو پژواک خپل سرمشق وګرځوي او د راپور ورکولو له دې مېتود څخه ګټه واخلي.

د نوموړې په باور، د سولې په اړه  د راپورونو خپرول د سولې په ټينګښت کې مهم نقش لوبولى شي او عادي خلکو ته مثبته روحيه ورکوي.

د هشت صبح ورځپاڼې مرستيال مدير شاه حسين مرتضوي وويل، دا مهال ٩٠ سلنه رسنۍ تر ډېره د جګړو او شخړو په اړه راپورونه خپروي.

هغه د نيوکې په څرګندولو سره وويل، چې په نننۍ ناسته کې ډېرې رسنۍ له ځينو مسوولينو سره له لنډو خبرو اترو وروسته له کنفرانس څخه ووتې او مهمې علمي برخې چې په دې ناسته کې تر سره شوې، تر پوښښ لاندې را نه وستې.

د امريکا د سولې انسټيټوټ (USIP) د کابل دفتر مشر شاه محمود مياخېل د پژواک خبري اژانس له لوري د دې کنفرانس جوړولو ستاينه وکړه او ويې ويل، افغانستان کې جګړه د شخصي، سيمه ييزو او نړيوالو موخو لپاره دوام لري.

هغه هېواد کې د سولې د ټينګښت لپاره پر اغېزمنې ستراتېژۍ د ټينګار ترڅنګ وويل، بايد د سولې بهير د خلکو په ملاتړ دوام ومومي.

د بهرنيو چارو وزارت د ستراتيژيکو مطالعاتو مرکز مشر ډاکټر فرامرز تمنا په ننني کنفرانس کې وويل: "ځيني وايي چې په افغانستان کې نيابتي جګړه ده، نيابتي جګړه په دې معنا چې لوبغاړي يې معلوم نه وي، خو په افغانستان کې دا ډول نه ده. د يادې جګړې لوبغاړي معلوم دي چې د ايران، پاکستان، روسيې او چين په ګډون د سيمې نږدې او لرې هېوادونه د خپلو ګټو لپاره د افغانستان په جګړه کې ښکېل دي، نو دې ته نيابتي جګړه نه شو کولى."

د هغه په وينا، په تېرو څه باندې لسو کلونو کې افغان دولت د جګړې د راکمولو لپاره ډېرې هڅې وکړې، خو اوسمهال افغانستان له دې امله په دې برخه کې ډېر بريالى نه دى چې ځيني نوي پيدا شوي لوبغاړي لکه داعش پيدا شوي او بشپړ چمتووالى شتون نه لري.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.