کابل (پژواک، ٨ وږى ٩٤): هندوستان له افغانستان سره د کرکټ لوبې په ځينو برخو کې د مرستو ژمنې کړې دي.
د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د وږي په ٨ مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د کرکټ بورډ عمومي رييس نسيم الله دانش او اجرائيوي رييس شفيق الله ستانکزي د هندوستان په پلازمېنه نوي ډيلي کې د دغه هېواد د کرکټ ادارې له سکرتر جنرال انوراګ ټاکور سره وليدل.
هغه زياته کړه چې د دې ليدنې پر مهال د دواړو هېوادونو د کرکټ ادارو تر منځ د اړيکو او همکاريو پر پراختيا خبرې وشوې.
د افغانستان کرکټ بورډ عمومي مشر د دې ليدنې پر مهال په ډاګه کړې چې د هندوستان کرکټ بورډ په همکارۍ به د افغانستان کرکټ بورډ لا پياوړى شي.
د نوموړي په وينا، د کرکټ په برخه کې د هندوستان له همکاريو سره به د افغانستان کرکټ نوره وده هم وکړي.
هوتک وايي، د دې ليدنې پر مهال د هندوستان د کرکټ ادارې سکرتر جنرال انوراګ ټاکور د افغان پلاوي د هرکلي تر څنګ ژمنه وکړه چې اداره به يې له افغانستان سره د کرکټ په بېلابېلو برخو کې مرستې او همکارۍ وکړي.
د يادونې ده، دا لومړى ځل دى د افغانستان او هندوستان د کرکټ ادارو تر منځ په لوړه کچه اړيکې نيول کېږي.
د يوبل خبر له مخې، د افغانستان د معلوليت لرونکو وګړو د کرکټ ملي لوبډله په يو شمېر نړيوالو سياليو کې د ګډون په موخه د بنګله دېش پلازمېنې ډاکې ته روانه شوه.
د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د وږي په ٨ مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې په بنګله دېش کې د معلوليت لرونکو وګړو د لوبډلو ترمنځ د کرکټ شل اووريزې سيالۍ د سره صليب نړيوالې کمېټې له خوا په لاره اچول کېږي.
هغه زياته کړه، چې په دې سياليو کې به دافغانستان ترڅنګ، د هندوستان، انګلستان او کوربه هېواد بنګله دېش لوبډلې برخه اخلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن