ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رييس په يوه غلچکي بريد کې ټپي شو

د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رييس په يوه غلچکي بريد کې ټپي شو

author avatar
31 Aug 2015 - 10:09
د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رييس په يوه غلچکي بريد کې ټپي شو
author avatar
31 Aug 2015 - 10:09

کندهار ( پژواک، ٩ وږى ٩٤ ) : د کندهار ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رييس د ناپېژاندو وسله والو له خوا پر ډزو ټپي شو.

دغه پېښه نن د وږي په ٩مه، د سهار په شاوخوا  اته نيمو بجو د دويمې ناحيې په ساحه کې شوې ده.

د کندهار د والي وياند صميم خپلواک پژواک خبري اژانس ته وويل، د دې ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رييس پوهيالى حضرت ولي هوتک خپلې دندې ته پر لاره و، چې پر موټر سايکل سپرو ناپېژاندو وسله والو پرې ډزې وکړې او هغه يې ټپي کړ.

هغه زياته کړه، هوتک ميرويس روغتون ته رسول شوى او دا مهال تر درملنې لاندې دى.

دى وايي، بريد کوونکي تښتېدلي، خو پوليسو يې د نيول کېدو هڅې پيل کړې دي.

د کندهار د ميرويس روغتون يوه ډاکټر پژواک خبرى  اژانس ته وويل چې د اطلاعاتو او فرهنګ رييس پر اوږه لګېدلى او دا مهال يې درملنه روانه ده.

هغه د نوموړي روغتيايي حالت د ډاډ وړ وګاڼه.

د دې پېښې مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.

پوهيالى هوتک چې مخکې يې په کندهار پوهنتون کې د استادۍ دنده تر سره کوله، په دې وروستيو کې د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ د رييس په توګه ټاکل شوى و.

څو کلونه وړاندې د همدې ادارې رييس عبدالمجيد بابى په ورته غلچکي بريد کې وژل شوى و، چې وروسته د پېښې مسووليت وسله والو مخالفينو منلى و.

 

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.