ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هلمند کې طالبانو درې تنه اعدام کړل

په هلمند کې طالبانو درې تنه اعدام کړل

author avatar
1 Sep 2015 - 18:13
په هلمند کې طالبانو درې تنه اعدام کړل
author avatar
1 Sep 2015 - 18:13

لښکرګاه(پژواک ۱۰،وږی۹۴): د هلمند ولايت امنيتي چاوراکي وايي چې وسله والو طالبانو په ګرشک ولسوالۍ کې درې تنه ملکي وګړي له دولت سره د همکارۍ په تور اعدام کړي دي.

د ګرشک ولسوالۍ امنيه قوماندان لومړي څارن عبدالقيوم بارک د وږي په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار شاوخوا ٩ بجې وسله والو طالبانو د ميرمنداد په سيمه کې درې تنه  پر دار ځړولي دي.

هغه زياته کړه : ((دوه تنه يې په دې تور اعدام کړي چې ګواکې هغه ټانک يې سوځولى چې طالبانو په سنګين ولسوالۍ کې له ملي اردو څخه نيولى و.))

بارک وايي ، درېيم تن يې په دې تور اعدام کړى چې په يو تونس کې د بار ٨٢ملي متري توپ په اړه يې حکومت ته خبر ورکړى دى.

د قوماندان په خبره، چې دغه کسان يې لومړى پر دار ځړولي او بيا يې پر ډزو ويشتلي دي.

بارک وايي چې دغه کسان ملکي وګړي دي او له دولت سره يې هيڅ ډول تړاو نه درلود .

د سيمې اوسېدونکي عبدالجبار پژواک ته وويل : (( طالبانو دغه ټانک او تونس په ځنګل کې پټ کړي و چې بې  له طالبانو نور څوک پرې خبر نه و.))

دى وايي چې د ټانک او تونس په بدل کې طالبانو له يادو کسانو څخه درې ميليونه پاکستانۍ کلدارې غوښتې وې خو دغه کسان نه و  توانيدلي چې طالبانو ته پيسې برابرې کړي.

ده هم وويل چې يادو کسانو په سيمه کې بزګري کوله او له دولت سره يې هيڅ ډول تړاو نه درلود، خو طالبانو په دار وځړول.

 طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

 

 

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.