ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د فارياب لپاره د طالبانو والي ونيول شو

د فارياب لپاره د طالبانو والي ونيول شو

author avatar
2 Sep 2015 - 11:27
د فارياب لپاره د طالبانو والي ونيول شو
author avatar
2 Sep 2015 - 11:27

ميمنه (پژواک، ١١ وږى ٩٤): د فارياب لپاره د طالبانو نومول شوى والي قاري صلاح الدين ايوبي نيول شوی دی.

د دغه ولايت د سولې شورا کمېټه د هغه نيول د دولت او د سيمې د امنيت لپاره ستره بريا بولي.

د ملي امنيت لوى رياست د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي چې دغه طالب چارواکي په شمال لوېديځ په ځانګړي ډول فارياب کې د وروستيو جګړو قومانداني کوله چې تېره شپه د هرات– شينډنډ لويې لارې په اوږدو کې ونيول شو.

د سرچينې په خبره، په فارياب کې د امنيتي ځواکونو د وروستيو بريدونو له امله وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې او قاري صلاح الدين هم د امنيتي ځواکونو له وېرې تښتېدلى و او غوښتل يې چې د بادغيس، هرات او کندهار له لارې کوېټې ښار ته ولاړ شي.

د فارياب د سولې کمېټې مشر مولوي اسدالله جمالي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د طالبانو د نومول شوي والي نيول کېدل د دولت لپاره ستره بريا ده او د ده په نظر دا معنا لري چې په فارياب کې نيمايي طالبان نيول شوي دي.

هغه زياته کړه: ((ايوبي يو خطرناک شخص و، زيات ځانمرګي، ترهګريز  او وسله وال بريدونه يې پلانول.))

په فيسبوک کې هم خلکو د دغه طالب چارواکي د نيولو هرکلى کړى او ليکلي يې دي چې په فارياب کې د ولسمشر د دويم مرستيال جنرال دوستم په مشرۍ وروستي عمليات د دې سبب شول چې هغه وتښتي او بالاخره په هرات کې د امنيتي ځواکونو لاس ته ورشي.

جنرال دوستم څه موده وړاندې په غورماچ کې رسنيو ته ويلي وو چې د طالبانو د تېښتې ټولې لارې تړل شوې او امنيتي ځواکونه ګومارل شوي چې کورني او بهرني طالبان د تېښتې پر مهال تر شين ډنډ ولسوالۍ پورې تعقيب کړي.

دوې شپې وړاندې د بادغيس په ولسواليو کې د طالبانو د پوځي کمېسيون مشر مولوي کريم او د هغوى قوماندان مولوي عارف  په قيصار کې له پنځو نورو کسانو سره ووژل شو او ١١ نور ژوبل شول.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

 

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.