ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جهاني: رسنۍ او د رسنيو استازي بايد خپل ملي مسووليتونه درک کړي

جهاني: رسنۍ او د رسنيو استازي بايد خپل ملي مسووليتونه درک کړي

author avatar
3 Sep 2015 - 16:56
جهاني: رسنۍ او د رسنيو استازي بايد خپل ملي مسووليتونه درک کړي
author avatar
3 Sep 2015 - 16:56

کندهار (پژواک، ١٢ وږى ٩٤): د اطلاعاتو او فرهنګ وزير وايي، رسنۍ او د رسنيو کارکوونکي بايد خپل ملي مسووليتونه درک کړي او داسې څه خپاره نه کړي چې ملي حاکميت، ملي ارزښتونو او د ځمکنۍ بشپړتيا ته زيان اړوي.

عبدالباري جهاني دغه څرګندونې د وږي په ١٢مه په کندهار ولايت کې له خبريالانو سره په يوه ناسته کې وکړې.

هغه زياته کړه، افغانستان په داسې حالت کې دى چې رسنۍ يې بايد بې مسووليته خپرونې ونه کړي.

د نوموړي په وينا، په تېرو پنځلسو کلونو کې په هېواد کې د بيان او مطبوعاتو ازادي هومره وده کړې چې له مبالغې پرته يې د سلو کلونو لار وهلې ده.

دى وايي، همدا د نظام تر ټولو لويه لاسته راوړنه ده، خو دا په دې معنا نه ده چې رسنۍ دې بې مسووليته خپرونې وکړي.

جهاني د بېلګې په توګه هندوستان ياد کړ چې په نړۍ کې په ډيموکراسۍ کې مشهور دى، خو رسنۍ يې لا هم هومره ازادې نه دي، څومره چې په افغانستان کې دي.

د  اطلاعاتو او فرهنګ وزير ټينګار وکړ چې د يوه ملي سړي په توګه به د رسنيو د بې مسووليته خپرونو نه يوازې مخالفت کوي، بلکې په وړاندې به يې کلک مقاومت کوي.

هغه د هېواد روانو حالاتو ته په اشاره له رسنيو او د رسينو له کارکوونکو او مسوولينو وغوښتل چې خپل ملي مسووليتونه درک کړي او د ملي حاکميت او ملي ارزښتونو ضد خپرونې و نه کړي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزير په کندهار کې د فرهنګي چارو د ودې ژمنه وکړه او ويې ويل چې وزارت به د کندهار د تاريخي ورځپاڼې "طلوع افغان" د ژوندۍ ساتلو او د دې ولايت د تاريخي ابداتو د خونديتوب لپاره په خپل ټول توان هڅې کوي.

جهاني د کندهار پر ځوانانو غږ وکړ چې نه يوازې په خپلو ليکنو او معنوي مرستو طلوع افغان ورځپاڼه روانه وساتي، بلکې نوې ورځپاڼې دې خپرې کړې او د خلکو د ذهنيتونو د روښانه کولو په لار کې دې خپل مسووليت تر سره کړي.

ده کندهار ته د خپل سفر په اړه وويل، ټاکل شوې وه ولايتونو ته د سفرونو په لړ کې راتلونکې مياشت دې ولايت ته لاړ شي، خو د دې ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ د رييس د ټپي کېدو پېښې هغه اړ کړ چې کندهار ته بېړنى سفر وکړي.

د کندهار ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رييس پوهيالى حضرت ولي هوتک درې ورځې مخکې د ناڅرګندو وسله والو له خوا په ډزو ټپي شو.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.